<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-01 18:49:01    
د چرګ هګی په ډبره وهی

cri

د چرګ هګی په ډبره وهی چې معنی يی د خپل توان نه پېژندل او د ځان نابودی ده. وايی چې پخوا يو پوه چې مو دی نوميده، د چين شمالی ملک ته د تګ په لاره کې د يوی په نامه له يوه فالګير سره مخامخ شو، فالګير مو دی ته وويل چې نن اسمانی امپراطور په شمال کې تور ښامار وژنی، زما د فال لمخې څرنګه چې ستاسو پوستکې ډېر تور دی، نو شمال ته د تګ په اثر به تاسو له سختې بدبختې سره مخامخ شی. مو دی د ده خبره و نه منله، مګر فالګير لا هم په خپلې سفسطی باندی ټينګار کاوه او مو دی ته يی نصيحت وکړ چې شمال ته لاړ نشی چې په نتيجه کې دواړو يو له بله سره ماقشه وکړه. په پای کې مو دی وويل ستاسو فال خرافات دی. مو دې چې خپلې خبرې پايته ورسولې، د شمال خوا ته روان شو، خو لږه شيبه وروسته بېرته راوګرځيه. ځکه چې په شمال کې د ځه شيوی سيند اوبه له خپلو سواحلو څخه اوشبتی وی، نو له دې سيند څخه پوری وتی نشو. فالګير مغرور شو او مو دې ته يی وويل چې زما خبره سمه نه ده؟ شمال ته د تګ په لاره کې به حتمأ له مشکلاتو سره مخامخ شی. مو دی په مسکا ور ته وويل د ځه شيوی سيند د سيلاوو د راوتلو له امله د سيند په دواړو غاړو کې خلکو ته د پوری وتلی لپاره مشکلات پيدا شوی دي چې د دوی څخه ځينی د تور پوستکې او ځينی يی د سپين پوستکې خاوندان دي. مو دی خپلو خبرو ته دوام ورکړ او و يی ويل چې که اسمانی امپراطور په ختيځ کې تور، په جنوب کې سور، په لويديځ کې سپين او په مرکز کې څېړ ښامار وژنی، ويلی شو چې ټول نړيوال به بهر ته نه ځی؟ تاسو په خپلو چمتياتو زما حقيقت ردوی لکه چې ور چرګی هګی په ډبره وهی،خو ډبرې ته هېڅ تاوان نه رسوی. د دی متل يوه بله کيسه دا ده چې يوه پوه شيون چې چين نوميده. داسی ی که ظالم پاچا په مهربان پاچا باندی حمله وکړی، حتمأ به ماتی وخوری لکه د چرګ هګی په ډبرې باندی وهی يا ګوټی په جوش اوبو کې وهی. دغه متل چې د چرګ هګی په ډبره وهی، دا معنی لری چې ډېر کمزوری قوت په ډېر غښتلی قوت باندی حمله کوی چې په نتيجه کې به حتمأ کمزوری قوت ماتی خوری.