<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-02 16:18:14    
اروپايی ټولنه به د افغان پوليسو روزنه پياوړی کړي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايی ټولنې د اوه ويشتو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو د مارچ په لومړی نېټه د المان په ويسبادن ښار کې يوه نارسمی غونډه تر سره کړه او د افغانستان د پوليسو د روزنې په اړه موافقې ته ورسيدل او پرېکړه يی وکړه چې د روزنې د سلاکارانو شمېر له اوسني شمېر څلويښت تنو څخه يو سل او شپېتو تنو ته زيات کړي.

د المان د خبری اژانس د خبر له مخې، د اروپايی ټولنې د نوبتی رئيسه هېواد د المان د دفاع وزير فرنز جوسيف جونګ وويل د اروپايی ټولنې موخه د شپېتو زرو تنو افغان پوليسو ښه روزنه ده. ده زياته کړه چې تر اوسه پوری يو زر او اوه سوه تنه افغان پوليس روزل شوي دي.

د ناتو سرمنشی جاپ دی هوپ شيفر چې دغې غونډې ته د ګډون لپاره بلل شوی و، له افغانستان سره د اروپايی ټولنې د زياتو مرستو ستاينه وکړه. هغه دغه خبره رد کړه چې امريکا پر خپلو ملګرو فشار راوړی او له دوی څخه يی غوښتنه وکړه چې د افغانستان جنوبی سيمو ته خپل سرتيري وليږي.