<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-02 19:42:43    
د لاوسان د بالېټ نڅا په سيالی کې د أسيا نوی ستوري

cri

د سويس په لاوسان کې د بالېټ نڅا سيالي چې هر کال يو ځل تر سره کيږي، په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېده او د أسيايي نڅا ګرو غوره نندارې پکې وځلېدې.د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغې سيالۍ په اړه څه معلومات درکړم.

د روان کال د جنوری له نهه ويشتمې نېټې څخه د فبروری تر څلورمې نېټې پوری په لاوسان کې د بالېټ نڅا د پنځه دېرشمې دورې سيالي تر سره شوه چې د ګډون کوونکو عمرونه يي بايد له پنځلسو نه تر اتلسو کالو پوری وي. هر کال هغه شپږ نڅاګر چې د لويې جايزې څښتنان وی ، د دغې سيالی د کمېټې له خوا له برابر شوی سکالرشپ سره سم به د زده کړې لپاره په نړۍ کې د بالېټ نڅا مشهور ښوونځی ته وليږل شي. نو د د غې سيالی موخه د بالېټ نڅا د راتلونکو ستورو موندل دي.

د لاوسان په اولمپيک نندارځی کې د ښکلی موسيقی په بدرګه له اروپا،أسيا،شمالي امريکا او افريقا څخه نويو اتيا تنو بالېټ نڅاګرد نندارچيانو ته د بالېټ نڅا ځانګړی هنری جذبه څرګنده کړه.

له دغو اتيا تنو نڅاګرو څخه پنځه ويشت تنه په نيمه پای سيالی کې د ګډون لپاره غوره شوې چې نيمه برخه يې له چين،جاپان او کوريا جمهوريت څخه راغلی وو.په دې هکله د دغې سيالی کمېټې مشر ښاغلی چارليس ګبهارد وويل

أسيايی نڅاکوونکی د نړۍ په يو مشهور ښوونځی کې د نورو زده کړو

په اړه ډېر فرصتونه نه لري .نو دوی دغې سيالی ته په ډېره درنه سترګې ګوري او په ورځنيو تمرينونو کې يې ډېرې هڅې کړي دي. په اروپا او شمالي امريکا کې ځوانان ډېر ذوقي کارونه کوي چې نه يوازی له بالېټ نڅا څخه زده کړه کوي بلکې د پيانو،ټينس او سکيټ په ګډون له بېلا بېلو لوبو سره مينه لري.

په وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د بالېټ نڅا په بېلا بېلو سياليو کې د أسيايی نڅاګرو غوره نندارې ډېرې ځله ليدل شوي دي او دغه حالات د بالېټ نڅا په سرچينه اروپا کې اړوند کارپوهان انديښمن کړي دي.د يادې شوی کمېټې غړی بېث کراسنا وويل

يوه خوا اوس اروپا او شمالي امريکا د بالېټ نڅا په ساحه کې له يو سخت وخت څخه تېرېږي.بله خوا ياد شوی حالت خلکو ته خبرداری ورکوي چې اوس د اروپا او شمالي امريکا د بالېټ نڅا کچه پرمختللی نه ده او بايد په ښه ډول خپل ځان وپېژني.

د دغې سيالی د لويو جايزو د ټولو شپږو ګټوونکو ترمنځ څلور تنه نجونې وې چې دوه تنه يې له کوريا جمهوريت څخه او يو بله يې له جاپان څخه راغلی وه. بر سېره پری د جاپان نڅا ګرې کونو مايي د نندارچيانو له خوا د تر ټولو خوښۍ په نامه جايزه تر لاسه کړه.که څه هم د چين څلور تنو نڅاګرو چې نيمې پای سيالی ته غوره شوی وی،جايزې ونه ګټلې ، خو له دغې سيالی څخه يې ډېره زده کړه وکړه.د چيني ډلې او شانګهای د نڅا ښوونځی مشرې يانګ سين هوا وويل

سيالی نه يوازی د مقامونو تر لاسه کولو لپاره تر سره کيږي بلکې

نڅاګرو ته د زده کړې ښه فرصتونه او تجربې برابروي. په دغه سيالی کې کارپوهانو نڅاګرو ته درسونه ورکړل او نڅاکوونکو هم يو له بل څخه زده کړې وکړې. بر سېره پردی، کارپوهانو هم د سيالی له پای ته رسېدو وروسته نڅاکوونکو ته د هغوی نيمګړتياوې څرګندې کړې چې دا به د دوی په راتلونکې پرمختګ کې ډېر مهم رول ولوبوي.