<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-02 19:28:31    
دهند له مدراس څخه راغلی اشوک کمار په بيجينګ کې

cri

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې درنو اوريدونکو زما خوشحال تايب نيکې هيلې او سلامونه ومنۍ،خدای وکړي چې د ژوند په ټولو چارو کې مو برياوې په برخه وي،په همدې هيله به د بهرنيان په چين کې اوسنۍ برخه درته وړاندې کړم،محترمو اوريدونکو اوس مهال چين په سيمه او نړۍ کې يو ډير مهم هيواد ګڼل کيږي،او د نړۍ او خپلو ګاونډيو هيوادونو سره ښې او دوستانه اړيکې لري،په دې لړ کې په دوه زره شپږم کال کې د چين او روسيې او همدا شان د چين او د هند ترمنځ ددوستۍ کلونه اعلان شوي وو،او په بهير کې يې ګڼ شمير فعاليتونه هم تر سره شول،په دوه زره شپږم کال کې د چين د نړيوالې راډيو په نوښت د خبريالانو يوه پلاوي يو پنځه څلويښت ورځنی سفر هم تر سره کړ چې ددواړو خواوو په هکله يې ګڼ شمير رپوټونه او خبرونه هم خپاره کړل، همدا شان د هند او چين تر منځ هم په اړيکو کې پرمختګونه ليدل کيږي،او ددواړو هيوادونو تر منځ هغه بندر چې له لس ګونو کلونو څخه تړلی پاتې شوی وو، بيرته پرانيستل شو، بله دا چې له هند سره د چين په سوداګريزو اړيکيو کې هم د پام وړ ګامونه اوچت شويدي، ددغو فعاليتونو په لړ کې څه موده وړاندې د هند له مدراس يا چنای ښار څخه يو پنځه څلويښت کسيز پلاوی چين ته راغلی وو،او له بيلابيلو ځايونو څخه يې ليدنې کتنې وکړې،ما هم له وخت څخه په ګټې اخيستنې ددې ډلې له يو څو تنو سره مرکې وکړې چې په وار سره به يې درواوروم، يو له دغو کسانو څخه ښاغلی اشوک کمار جيين دی،دی وايي د خپل عمر په اوږدو کې يې ډيرو هيوادونو ته سفرونه کړی خو هغه څه يې چې په چين کې ليدلی په بشپړه توګه ځانګړي ، ده ته ډير جالب او په زړه پورې وو دی پدې هکله زياتوي:

په هند کې هم ډير ګرځيدلی يم،له هغه پرته نورو هيوادونو لکه سينګاپور،ماليزيا،تايلند،سريلانکا او دوبۍ ته تللي يم

او دا زما لمړی ځل دی چې چين ته راغلی يم،په رښتيا چې ډير ښه او ښکلی ځای دی،او دا بايد ووايم چې دلته هر څه په ډيره ښه بڼه کنترول شويدي.

هند په ټوليزه توګه يو له هغو هيوادونو څخه ګڼل کيږي چې هوا يې تر ډيره توده ده، په تيره بيا د هغه هيواد جنوبي سيمې چې مدراس هم په هغو کې شامل دی ډيرې تودې دي،خو بيا د بيجينګ هوا په اوړي کې يو څه توده او بيا په ژمي کې ډيره سړه وي،په تيره بيا کله چې دژمي پر مهال موسمي بادونه پيل شي نو سړښت يې نور هم زيات شي،پدې هکله مې له ښاغلي اشوک کمار څخه وپوښتل چې دده لپاره د بيجينګ هوا څنګه ښکاره شوه،او پر هوا سربيره نور څه ورته په زړه پورې دي نو داسې ځواب يې راکړ:

دلته هوا ډيره ښه ده،او د بيجينګ هوا زما ډيره خوښه شوېده، تاسې وګورۍ د چين سړکونه او پلونه ډير عالي دي، ما تر اوسه هيڅکله داسې سړکونه نه وو ليدلي،ډير ښه ، پراخ او په منظمه توګه جوړ شويدي،

دا مهال هند هم په سيمه کې يو له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږي چې په هر برخه کې د پرمختګ په حال کې دی،او د خلکو اقتصادي حالت يې هم د تير په پرتله يو څه ښه شوی دی،کله مې چې له ښاغلي اشوک کمار څخه وپوښتل چې دده د ټاټوبي چنای او بيجينګ ښارونو تر منځ څومره توپيرونه موجود دي ، نو په خندا سره يې راته وويل چې دی نشي کولی دا دوه ښارونه سره پرتله کړي:

د چين او بيجينګ تر منځ ډير زيات توپير شته،زموږ ښار له بيجينګ څخه لږ تر لږه پنځه ويشت کاله وروسته دی،او که د چين کارونو ته وګورو نو زموږ په پرتله شاوخوا پنځه ويشت کاله مخکې دی،

اشوک کمار وايي که څه هم ډيره موده نه کيږي چې چين ته راغلي خوکله چې په ښار او بازار کې ګرځيدلی نو د چينايانو له ښه او تود چلند سره مخامخ شويدی،چې ډير ترې خوښ دی نوموړی پدې هکله داسې څرکندونې لري:

دلته چينايان خپلو هندي دوستانو ته په ډيره درنه سترګه ګوري، دچين خلک د هند له خلکو سره د ټينګې دوستۍ غوښتونکي دي او لري يې، زه به له چين څخه خپل هيواد او خلکو ته زياتې ښکلې کيسې يوسم، او هر کله چې بيا مناسبه موقع او وخت راته پيدا شي حتما به چين ته راځم،ځکه زما ډير خوښ شوی دی.

هر هغه بهرنی چې چين ته راشي نو د نورو بيلابيلو شيانو تر څنګ له ډول ډول خوراکونو سره هم مخامخ کيږي،چې ځينې خلک ورسره مينه پيدا کوي او يو شمير نور بيا ژر عادت نه ورسره اخلي،دا خبر مې له اشوک کمار سره هم شريکه کړه نو راته ويې ويل چې دی په بيجينګ کې زياتره د هنديانو خوړن ځای يا رستورانت ته تللی،او چيني خوراکونه يې هم تر يوه حده د مينې وړ ګرځيدلي دي ،اشوک کمار وايي :

د خپل سفر په اوږدو کې يو دوو خوړن ځايونو يا رستورانتونو ته تللی يم،چې خوراکونه يې ډير ښه او خوندور وو،په تيره بيا دوه درې ډوله خواړه يې زما ډير خوښ شول.

د چين د نړيوالې راډيو محترمو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې نننۍ برخه په همدې ځای پاي ته رسيږي نو خپل اوسني کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړی،تر بله مو په پاک او لوي څښتن سپارم، بريالي اوسۍ.