<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-03 18:41:53    
چين په کليوالو سيمو کې د پولی سيستم د بشپړولو لپاره کوشش کوي

cri

په ښارونو او علاقه داريو کې د پولی خدمتی سويې په پرتله د چين په کليوالو سيمو کې دغه سويه ټيټه ده چې له امله يی په دغو سيمو کې د اقتصادی پرمختګ لپاره پانګه لږه ده .نو په دغو سيمو کې د پولی چارو د اصلاحاتو او پرمختګ چټکتيا او د پولی سيستم بشپړتيا د چين د اقتصادی کارونو مهم ټکی دی .

په دغو سيمو کې پولی سيستم وروسته پاتی دی .مثلأ په کليوالو سيمو کې د لويو سوداګريزو بانکونو فرعی څانګې لږې دي .تر اوسه پوری د چين د کرنی پر بانک سربيره له څلورو لويو دولتی سوداګريزو بانکونو څخه نور دری بانکونه په دغو سيمو کې په خپلو چارو لاس نه دی پوری کړی .نو د کليوالو سيمو د اقتصادی پرمختګ لپاره پيسی لږې دي .په همدی وخت کې بايد د چين د کرنې د بيمې ډولونه او اړوند ګډون کوونکی سيمې زياتې شی .

خو دا د خوشحالې خبره ده چې په وروستيو ورځو کې په اړوندو پولی غونډو کې څو خبرونه خپاره شوي چې د چين حکومت به په کليوالو سيمو کې د پولی پرمختګ لازيات ملاتړ وکړي .لومړی ښايې چې په کليوالو سيمو کې د اقتصادی پرمختګ د پيسو د کمښت حالت بدل شی .د چين حکومت به په هر اړخيز ډول د چين د کرنې بانک چې د شتمنيو عمومی ارزښت يی څلور زره مليارډ يوانو ته رسيدلی ،اصلاح کړي چې راتلونکی موخه يی د کليوالو سيمو او کرنې د پرمختګ ملاتړ او د پولی چارو د خدمتی سويې لوړوالی دی .

دچين د بيجينګ پوهنتون د اقتصاد د څېړنې مرکز مسئول پرفيسر لين ای فو

وويل د چين د کرنې بانک د اصلاحاتو له امله به د هېواد د کليوالو سيمو د اقتصاد په پرمختيايی بهير کې لازياتې پيسی تر لاسه شی .

په همدی وخت کې د چين د پوست د زېرمې بانک چې اوسنۍ زېرمه يی ١٦٠٠ مليارډ يوانو ته رسيدلی ده ،هم په اصلاحاتو لاس پوری کوي .د چين د حکومت له پلان سره سم به دغه بانک په ښارونو او علاقه داريو کې د زياتو فرعی څانګو له لاری د چين د کرنې له بانک سره يو ځای د کليوالو سيمو د بيلا بيلو بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ لپاره لازياتې پيسی او بزګرانو ته غوره پولی خدمتونه برابر کړي .

په دغو سيمو کې د لويو سوداګريزو بانکونو پر اصلاحاتو سربيره د چين حکومت هم د بهرنيو او نادولتی پانګه اچوونکيی هڅوی چی په کليوالو سيمو کې بانکی موسسو جوړول هڅوي

د چين د بانکی چارو د څارنې ټولنې مشر ليو مينګ کانګ وويل د دغو عملياتو موخه په کليوالو سيمو کې د پولی چارو په خدمتی ساحه کې د لازياتې پانګونې راجلبول دی .

په همدی وخت کې د چين د بانکی چارو د څارنې موسسې هم په دغو سيمو کې د نا دولتی پانګونې له خوا د کوچنی اندازې لرونکی پورونو د شرکتونو د جوړولو هڅونه کوي چې په ځانګړی توګه به بزګرانو او کليوالو تصديو ته خدمتونه وکړي .

د چين حکومت هم په کليوالو سيمو کې د بيمې چارو د پرمختګ لپاره لازيات کوشش کوي .په ٢٠٠٦ کال کې د چين د بيمې چارو د کرنې ،کليوالو سيمو او بزګرانو لپاره ٧٣ مليارډ او ٣سوه مليونه يوانه ضمانت برابر کړی چې د تير کال د

همدی مودې په پرتله يو ځل زيات شوی دی .

په وروستيو ورځو کې د چين د پولی چارو په ملی غونډه کې وړانديز شوی چې د کرنې د بيمې چارو ته پرمختګ ور کړی شی او د بيمې د اړوندو موسسو ملاتړ وشی او د کرهڼيز توليد او د بزګرانو د ژوند په مقابل کې د بيمی نوی ډولونه صادر شی .