د سين هوااژانس د خبر له مخې : د روانې مياشتی په څلورمه نيټه د افغانستان د پوليسو په وينا په همدې ورځ د دغه هيواد په ختيځ د ننګرهار په ولايت کې امريکايی پوځ پر ځايی عام وګړيو باندی ډزی وکړې چې له امله يې اته تنه ووژل شول .
د دغه ولايت د پوليسو وياند غفور خان خبري رسنيو ته وويل په افغانستان کې د امريکا پوځيان په همدې ورځ د دغه ولايت مرکز جلالاباد ته په نژدی ځای کې د ځان مرګی د موټر بم له چاودنې سره مخامخ وو او ورپسی يې په دغه ځای کې پر وګړيو باندی ډزی وکړې چې له امله يې اته تنه عام وګړي ووژل شول .