دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوان سندرغاړی يی بی له خوا ويل شوی يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د يی بی او لاو لانګ له خوا ويل شوی د ناپښېمانه ځوانان په نامه يوه سندره واوريده چی په ښوونځيو کی ډېره مشهوره او مروجه ده٠ په ١٩٩٤ کال کی ، کله چی يی بی د چين د موسيقی په مرکزی پوهنځی کی زده کړی کولی، د مشهور ځوان موسيقی جوړونکی ګاو شياو سونګ د وړانديز له امله يی بی يوه سندرغاړی وګرځيده٠ هغی په ١٩٩٧ کال کی خپل لومړنی البوم خپور کړ چی نوم يی د ساده والی موده دی او په ٢٠٠١ کال کی يی دوهم البوم خپور کړ ٠ اوس به مونږ په ګډه د نوموړی په دوهم البوم کی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی دوه کبان٠
په ٢٠٠٤ کال کی يی بی خپل درېيم البوم خپور کړ ، په دغه البوم کی د جاز، ټانګو او R&B په ګډون د څو مشهورو سبکونو موسيقی شته چی اوريدونکيو له مخی يو نوی يی بی موندلی دی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د يی بی په درېيم البوم کی يوه سندره واورو چی نوم يی دی کرمن٠
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!