<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-04 19:58:06    
د سبو او ميوو د رنګونو او روغتيا ته د سبو او ميوو د ګټو په اړه معلومات

cri

د سبو او ميوو رنګونه له غذايی ترکيباتو سره نژدی اړيکی لری او پر انسان هم بيلا بيل فيزيولوژيکی اغيزی لری٠ نو د سبو او ميوو د رنګونو او ځانګړتياوو پيژندنه او ددوی معقول غولاوی د هر چا د روغتيا لپاره ګټور دی٠ لومړی به د سره رنګ سبو او ميوو په اړه وغږيږو، په وروستيو څو کلونو کی د نړۍ په زياتو ځايونو کی خلک د سره بانجان ، خرما، کيلی ، ګازری ،توت ، کدو او هندوانی په شمول سور رنګه سابه او ميوی خوری ځکه چی په دغو سبو او ميوو کی د ګازری عناصر ، اسيد امينی، اوسپنه، جست او کليسيم شامل دی، په سره بانجن، هندوانه او کدو کی هم د ګازری عناصر موندل کيږی٠ سور رنګه سابه او ميوی د مصونيت د لوړوالی ، زړښت د مخنيوی او د سرطان په کنترول کی رول لوبوی٠ په پالک، کرفس ، کاهو، ګندنه او نورو سبو کی چی رنګ يی شين دی، ويتامين سی ، د ګازری عناصر ، اوسپنه، سلنيم، موليبدم او زيات سلولولز پيدا کيږی او د بدن د اسيد او قليا ترمنځ د انډول برابرولو، د غايطه موادو د عادی کيدو ، د کولمو او تيولو د سرطانونو د مخنيوی لپاره ګټور دی او په همدی وخت کی شين رنګه سابه د ماورا بنفش د وړانګو د زيانونو په مخنيوی کی هم ښه رول لری ٠

زېړ رنګه سابه يا ميوی لکه جوار، نخود ، مالتی، نارنج او چکوتری چی د ګازری عناصر او ويتامين سی پکی موندل کيږی، د معدی، طحال او جګر د قويوالی ، د شپی نه ليدو د مخنيوی، د پوستکی د نرموالی او د سرطان پيداکوونکو مادو د له منځه وړلو رول لری٠ دغه راز د زنجبيل پودرچی ځانګړی مواد پکی پيدا کيږی، د زړه د غوښو د سره ننوتلو، د سر ګرځون د مخنيوی، د جګر او صفرا د قويوالی، د مرکزی اعصابو د سيستم د تنظيم لپاره ډېره ګټه لری٠ تور رنګه خواړه لکه تور کنجد، مرخيړی يا سماروق، وريجی او نخود چی پکی ډول ډول ويتامينونه او لس ګونه ډوله کوچنی کيمياوی عناصر ليدل کيږی، د بولو د عادی کيدو، د مصونيت د قويوالی او د پوستکو د ښکلا لپاره هم ډېر ښه خواړه دی٠ بانجانی رنګه سابه کم دی لکه توربانجان او انګورو چی ويتامين سی پکی پيدا کيږی د وينی فشار او د زړه او ماغزو د ناروغيو په مخنيوی کی تر يوی اندازی پوری رول لری٠ تورب او ګلپی سپين رنګ فايبر لرونکی سابه دی چی د مصنويت د لوړوالی ، د معدی د سرطان او د قرحی د مخنيوی او د زړه د ساتنی رول لوبوی٠ هوږه د پخولو په وخت کی يو ډول خوندوره مسئاله ده ځکه چی په هوږه کی ځانګړی عناصر پيدا کيږی او دغه عناصر په وينو کی د شحمياتو د کموالی ، د زړه د ناروغی د مخنيوی او د ډول ډول ميکروبونو د وژلو او په معده کی د سرطان د رامنځته کيدو د موادو د کنترول رول لری ٠ په پای کی د أبی رنګه خواړه په اړه معلومات واورئ٠ په سمندرونو کی واښه ابی رنګ خواړه دی چی پکی له اتلسو اسيد امينی څخه اته ډوله او نور يوولس کوچنی کيمياوی عناصر او نهه ډوله ويتامينونه پيدا کيږی، د انسان د روغتيا لپاره ډېره ګټه لری او د هاضمی او مصنويت د غښتليتوب ، د سرطان او ايدز د ناروغی د مخنيوی لپاره ستر رول لوبوی٠