<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-05 17:40:48    
د چين د شان دونګ ولايت د اين تای ښار لازيات تايوانی سوداګران راجلب کړي دي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،په وروستيو ديرشو کلونو کې د چين په شمال د شان دونګ ولايت د اين تای ښار د خپلو غنی طبيعی سرچينو ،د بشپړو بنسټيزو تاسيساتو او غښتلی علمی ځواک په اتکا لازياته پانګونه راجلب کړې ده .په وروستيو څو کلونو کې د هېواد په ستره برخه کې د تايوانی سوداګرانو له خوا د پانګونې د مهمو ځايونو د بدلولو له امله دغه ښار هم لازيات تايوانی سوداګران راجلب کړي دي .

د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې لومړی ډله تايوانی سوداګران دغه ښار ته ورسيدل او د اين تای ښار د پانګونې چاپيريال پرمختيايی بهير يې وليد .تايوانی سوداګر جيانګ ځنګ پينګ په ١٩٨٩ کال کې په دغه ښار کې د اين تای د دقيقوالو او اسبابو محدود شرکت جوړ کړ .هغه د خپلو چارو د پيلولو د حالت د يادونې په ترڅ کې وويل

(اواز........)زمونږ د شرکت د جوړولو په لومړيو ورځو کې که کارونه به له ټاکلی وخت وروسته رسيدلی، نو د رستورانتونونو دروازې به هم تړل شوې وې .

خو له وروستيو کلونو راهيسی دغه ښار د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړولو په برخه کې چټک پرمختګ کړی چې د ښاغلی جيانګ له خوا ويل شوی حالت اوس نه ليدل کيږي . په وروستيو ورځو کې د هېواد د سترې برخې د بيلا بيلو ځايونو د پانګونې چاپيريال او د سيالی توان په اړه د تايوان د بريښنايی ماشينونو او الکترونيکی شيانو د ټولنې د ارزونې له مخې دغه ښار د پاملرنې وړ ښار په توګه وبلل شو .

په ٢٠٠١ کال کې ښاغلی جيانګ له خپلو ملګرو سره د اين تای د وان که په نامه د خواړو د محدود شرکت د جوړولو لپاره پنځه مليونه امريکايی ډالره پانګه واچوله

خو لږ موده وروسته يې توليدات د شان دونګ په ولايت کې مشهور شول . هغه وويل د ده برياليتوب دوه لاملونه لري چې يو يی خپل کوششونه او بل يی د سيمه ايز حکومت مرستې دې .په ٢٠٠٣ کال کې ښاغلی جيانګ د اين تای د تايوانی سوداګرانو د ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو او خپل ماموريت په موده کې يی په دغه ښار کې د زياتو تايوانی تصديو د پرمختګ لپاره هڅه کړې ده .هغه وويل (اواز........)په وروستيو دوو کلونو کې لازيات تايوانې سوداګران دغه ښار ته تللی دی ،نو زمونږ د ټولنې غړي او کارونه مو زيات شوي دي .مونږ هميشه دوی ته د پانګونې حالت څرګندوو.

تايوانی سوداګر لين ګونګ سونګ د خپلې تصدۍ د جوړولو په بهير کې له دغې ټولنې څخه مرستې تر لاسه کړې دي .ښاغلی لين خبريال ته وويل د اين تای د پانګونې غوره شرايط او د دغې ټولنې خدمتونه په دغه ښار کې د ده د پانګونې عمده لامل دی .

٢١ پيړۍ ته په ننوتلو سره د تايوانی سوداګرانو د پانګونې ځايونه د چين د جنوب ختيځ له ساحلی ښارونو څخه شمالې سيمې ته وغځيدل چې د ښاغلی جيانګ او لين په شان لازيات تايوانی سوداګران اين تای ښار ته لاړل .د تير کال تر پايه پوری په دغه ښار کې ١٣ سوه او شل تايوانی پروژې منظورې شوي او ٢ مليارډ او ٥پنځه سوه مليونه امريکايی ډالره کارول شوي چې دغه شمير د شان دونګ ولايت د تايوانی پانګونې يو په څلورمه برخه نيولې ده .

نو اين تای ښار ته ولی د تايوانی سوداګرانو له خوا دمره پاملرنه کيږي ؟ د دی لامل :يوه خوا هغه حالت دی چې د سيمه ايز حکومت له خوا د تايوانی تصديو د پانګونې له هڅونې سره تړاو لري .مثلأ هر کال د دغه ښار حکومت د تايوانی پانګونې د راجلبولو لپاره د هېواد جنوبی سيمې ته ځي .بله خوا د الکترونکی شيانو او ماشين الاتو د پرمختګ د ملاتړ په اړه د دغه ښار له خوا د ټاکل شوې تګلارې له امله تايوانی الکترونيکو تصديو په ځايی سيمه کې چټک پرمختګ کړی دی .د دغه ښار اړوند مسئول وانګ شيو چن وويل (اواز........)د تايوانی تصديو پانګونه د شان دونګ ولايت د بهرنۍ سوداګرۍ او په صادراتی توليداتو کې د ماشين ألاتو او الکترونيکۍ توليداتو د اندازې د زياتوالې او د دغه ولايت په اقتصادی پرمختګ کې ډير مهم رول لوبوي .

په دغه ښار کې تايوانی سوداګران نه يوازی خپلو چارو ته پاملرنه کوي بلکې د دواړو غاړو ترمنځ په اقتصادی او سوداګريزو اړيکيو هم فکر کوي .د دوی په أند د تايوانی تنګې دواړه غاړې بايد يو له بل سره لازياته همکاری وکړي .