د چين دوه غونډی د ملی ولسی کانګرس او سياسی مشورتی کنفرانس غونډې بلل کيږی.
د چين ملی ولسی کانګرس د دولتی ځواک عالی ارګان دی او د بيلا بيلو کچو ولسی کانګرسونه ځائی ارګانونه دي.
د ملی ولسی کانګرس حقونه دا دي: بنسټيز قانون رغونه، د بنسټيز قانون د پلی کولو څارنه، د جنايی، مدنی، د دولتی ارګانونو او نور قانونه جوړونه او رغونه کوی. د دغه کانګرس د دايمی کميټې مشر او مرستيالان، سرمنشی او غړی، د چين د ملی ولسی جمهوريت د دولت رئيس او مرستيال ټاکی. پر دې سربيره، د اقتصاد او ټولنې پرمختيايی پلانونه او د دغو پلانونو د پلی کولو حالاتو راپور څارنه او منظور کوی.
د بيلا بيلو کچو ولسی کانګرسونو غړي د مستقيمو او نا مستقيمو ټولټاکنو له لارې رامنځته کيږی. د ملی ولسی کانګرس غړي د ټيټې کچې ولسی کانګرس په نامسقيمه توګه انتخابيږی. په چين کی ټول اتباع چی عمر يی اتلسو کلونو ته رسيدلی وی، د انتخابولو او انتخابېدو حق لری.
د ملی ولسی کانګرس د لسمې دورې په غونډه کی د غړيو شمېر دوه زره او نهه سوه او پنځه اتيا تنو ته رسيدلی. په ٢٠٠٧ کال کی به د دغه کانګرس د لسمې دورې پنځمه غونډه تر سره شي.
د چين د سياسی مشورتې کنفرانس د چين د کمونست ګوند په مشری د بيلا بيلو ګوندونو تر منځ د همکارۍ او سياسی مشورې مهم ارګان دی او د چين په سياسی ژوند کی د سوسياليستی ديموکراسۍ د تامين لپاره ډېر مهم شکل بلل کيږی. په سياسی مشورتې کنفرانس کې ملی کميټه او محلی کميټې شامل کيږی.
د دغه کفرانس ملی کميټه د چين د کمونست ګوند، بيلا بيلو ديموکراتيک ګوندونو، نا ګوندی شخصيتونو، ولسی ډلو، ملی لږکيو،د هانکانګ، مکاو د ځانګړو ادارې سيمو هېوادوالو، د تايوان هېوادوالو او له بهرنيو هېوادونو څخه د بيرته راغلو چينايانو د استازيو لخوا جوړيږی. د سياسی مشورتی کنفرانس د لسمې دورې ملی کميټه دوه زره او دوه سوه او اته ديرش تنه غړی لری چې پکی د پنځه پنځوسو ملی لږکيو دوه سوه او دوه شپېته تنه استازی او دری سوه او دری اويا تنه ښځينه غړی شامل کيږی.
د چين د سياسی نظام بنسټيز جوړښت دا دی چی د کمونست ګوند تر مشری لاندی د ملی ولسی کانګرس نظام، د بيلا بيلو ګوندونو تر منځ د همکارۍ او سياسی مشورتی نظام او د ملی لږکيو د سيمه ايزې ادارې نظام پلی کيږی.
د چين د سوسيالستی ديموکراسۍ دوه مهم شکلونه دا دي چی ملی ولسی کانګرس د ټولټاکنو او رايګيری له لارې حق پلی کوی او سياسی مشورتی کفرانس د ټولنټاکنې او رايه اخيستلو مخکی پوره سلامشوره تر سره کوی.
ملی ولسی کانګرس، سياسی مشورتی کفرانس او حکومت د چين د کمونست ګوند تر مشری لاندی د دندو د تر سره کولو لپاره خپل منځی همغږی کوی او د يوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه تر سره کوی.