<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-05 18:00:13    
د لو لان لرغونی کلی ٌ ديغار ٌ

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانواوريدونکو،السلام عليکم ! د ميلاد په شاوخوا پنځه سوم کال کی د وريښمو په لرغونی لار يو لوی ;نېکمرغه ښار ٌ لو لان ٌ په مرموزه توګه له منځه يووړل شو چې دا د يوې کيسۍ په توګه لا تر اوسه هم نده حل شوې٠ اوس د چين په شينجيانګ کی د وريښمو لرغونی لارې ته په نژدی ځای کی د ديغار په نامه يو لرغونی کلی شته چې له سل ګونو کلونو راهيسی د لو لان لرغونی ښار د اوسيدونکو نسلونه په وار سره دغه کلی ته په کډه راغلی او په صحرا کی يې يوه سمسوره دره أباده کړې ده٠ شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دغه لرغونی کلی په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

( موزيک ) ديغار د شينجيانګ د تورپان سيمې د پيچان ولسوالۍ يو کلی دی٠ د ديغار کليوال وايی : دغه کلی د خدای لخوا يو ساتل شوی ځای دی ٠ ځکه چې هر کال د پسرلی او منی په فصلونو کی هلته تل د شګو سخت طوفان رامنځ ته کيږی، خو دغه کلی ته ښکته شوی شګې ډيرې کمې دي ٠

برسيره پر دی ديغار کلی يو داسی مشهور کلی هم دی چې د کليوالو عمرونه يې اوږده دی او هغه زاړه کليوال چې عمرونه يې له اتيا کلونو څخه اوښتی، د څه دپاسه پنځه سوو کورونو په سلو کی پنځه برخه نيسی٠ د دغه کلی مشر عثمان ابراهيم خبريال ته وويل: ښايی چې د کليوالو د اوږده عمر لامل د دغه کلی د يو کاريز توده چينه وی ٠ په ژمی کی د دغې تودې چينې د اوبو حرارت اته ديرشو ته رسيږی ، اوبه خوږې دې او غنی کانی مواد هم پکی شامل دی ٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ وايی چې د اوبو د کموالی له امله د لو لان لرغونی ښار اوسيدونکی له خپل ټاټوبی څخه وتلی او د ديغار پخوانيو څه نا څه ديرشو جهيلونو دوی راجلب کړی وو٠ په هغه وخت کی د جهيلونو په شاوخوا کی ګڼو لوړو نی وده کوله او ډيرې ګوزې ، وحشی سويان او لېوان ليدل کيدل، خو څرنګه چې د ديغار په سيمه کښی د اوسيدونکيو د زياتيدو او مځکو ته د اوبو ورکولو له امله ډيرې زياتې اوبه په کار وې او له کاريزونو څخه ډيرې زياتې اوبه ايستل شوې، نو زيات کاريزونه په وار سره وچ شول او جهيلونه هم له منځه لاړل ٠ تر اوسه پوری له پخوانيو څه دپاسه شلو کاريزونو څخه يوازی دغه کاريز پاتی دی٠ ٌ

څه دپاسه سل کاله دمخه، د سويدن کشفونکی سياح سوين هيدينګ او د شينجيانګ څو تنو ځايی لارښوونکيو په پراخه صحرا کی د لو لان لرغونی ښار پټه شوې کنډواله کشف کړې وه٠ د هغه وخت د لارښوونکيو له لمسيانو څخه څو تنه اوس لا هم د ديغار په کلی کی اوسيږی٠ اتيا کلن سپين ږيری يحيی شاه له دوی څخه يو تن دی ، د ده نيکونو پخپله د صحرا تر شګو لاندی د لو لان لرغونی ښار د کنډوالې د کشفولو بهير ليدلی و٠ يحيی شاه زمونږ خبريال ته وويل :

( غږ ) ٌ زما کورنۍ نسل په نسل د لو لان لرغونی ښار ته په يو نژدی ځای کی اوسيدله٠ څه نا څه يو سل او شل کاله دمخه د دغه ځای وروستی څه دپاسه لس کورونه هم له خپل ټاټوبی څخه وتلی وو٠ زما نيکه عبدالرحيم له يو بل کور سره يوځای يو بل ځای ته په کډه تللی و چې هلته زياتې چينې ، چمنونه او خړوبې مځکې وی او زما د کورنۍ څلورو نسلونو پکی ژوند کاوه٠ په ١٩٦٠ کال کی زما نيکه له خپلې کورنۍ سره ديغار ته کډه وکړه٠ ٌ

ديغار کلی څه دپاسه پنځه سوه کلن تاريځ لری٠ هلته د لو لان د مهاجرينو د کډې د يوې حتمی لارې يو تم ځای و او اوس هم د لو لان کنډوالې ته يو تر ټولو

نژدی کلی دی٠ وايی چې د دغه ځای د زياتو کليوالو نيکونه د څو ځله کډې له لارې ديغار ته راغلی دی، نو ښايی چې دوی د لو لان د لرغونی ښار له اوسيدونکيو سره نژدی قومی اړيکی ولری٠

مرموز لرغونی کلی ديغار ورځ په ورځ زيات چينی او بهرنی سيلانيان، لرغون پيژندونکي او کشفونکی سياحان راجلبوی٠ خبريال له دغه کلی څخه د ليدنې په ترڅ کی له صحرايی سپورتی فعاليتونو سره څه دپاسه سل تنه مينه وال وليدل چې دوی د شينجيانګ د کومتاغ په صحرا کی د ځغاستی مسابقې د پرانيستلو په مراسمو کی د ګډون لپاره ديغار کلی ته تللی وو٠ د مسابقې د تشکيلاتی کميټې چارواکی دونګ وو جيانګ وويل : ( غږ ) ٌ د پيچان سيمه غنی تاريخی او کلتوری محتويات لری ، ديغار کلی د تورپان په لويه کاسه کی پروت دی چې له سمندری سطحې څخه هيڅ لوړوالی نه لری ، نو صفر کلی هم نوميږی٠ دغه کلی د لو لان لرغونی سلطنت ته نژدی دی٠ د پچان په سيمه کی ډير زيات تاريخی اثار موجود دی او په مختلفو تاريخی مودو کی بېلا بېلو مذهبونو د دغې سيمې پر ټولنې باندی مهمه اغيزه کړې ده٠ ٌ

اوس د ديغار لرغونی کلی لا هم د پراخې صحرا په څنګ کی د لو لان لرغونی ښار کنډوالی وينی ٠ په تيرو څو سوو کالو کی دغه کلی نه يوازی تر شګو لاندی ندی پټ شوی، بلکه ور ته ناڅرګند رنګ رسيدلی دی٠

ګرانو اوريدونکو، تاسی همدااوس د چين د شينجيانګ د ديغار لرغونی کلی په هکله څه معلومات واوريدل ٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ديغار کلی څو کلن تاريخ لری ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی د دغې پوښتنې سم ځواب راوليږئ٠ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !