د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د مارچ په پنځمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل ولسمشر حامد کرزي د روانې مياشتی په څلورمه نيټه د دغه هيواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې د عامو وګړيو د وژنې پيښی سخته غندنه کوي .
په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر حامد کرزي چې د دغې پيسی د پلټنې لپاره د يوې ځانګړی ډلې د ګومارلو امر ورکړی . خو په اعلاميه کې نه ده څرګنده چې دغه پيښه د امريکايی پوځ له خوا د ډزو له امله رامنځته شوی که نه .