<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-06 18:18:30    
مشهوره کارپوهه يو دان

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دې. زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری را سره پاتی شئ . يو دان د بېجينګ د ښوونکو روزني د پوهنتون يوه پروفسيره ده . په تېرو څو کلونو کې يی د تلويزيون له لارې نندارچيانو ته د کانفوسيوس د لنډو مشهورو خبرو د وړاندې کولو له امله ، ډير شهرت موندلی دی . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د يو دان په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

يو دان چې د فلم او تلويزيون د ډاکټرۍ درجه يي تر لاسه کړې ، د بېجينګ د ښوونکو روزنې پوهنتون د فلم ، تلويزيون او معلوماتو د څانګې د مشرې دنده په غاړه لری . که څه هم پخوا يي د چين په مرکزي تلويزيون کې د څه دپاسه پنځوسو پروګرامونو طرح او لارښوونه کړي ، خو د ٢٠٠٦ کال له اکتوبر مخکی په چين کې وګړيو يو دان ته زياته پاملرنه نه کوله . له دی وروسته يو دان د مرکزي تلويزيون د سلو تنو پوهانو په فورم کې د کانفوسيوس د مشهورو لنډو خبرو په اړه لکچرونه جوړکړل چې د زياتو نندارچيانو خوښ شول . د ٢٠٠٦ کال د نومبر په شپږويشتمه نېټه د کانفوسيوس د لنډو خبرو د زده کړې په نامه د ددې لخو د چاپ شويوکتابونو د پلورلو مراسم تر سره شول او يوازی په همدغه ورځ د دې څه دپاسه دوولس زره او شپږ سوه کتابونه وپلورل شول . د جونګ هوا په نامه د کتاب چاپولو اداری د مسئول مدير مرستيال ښاغلي ګو چينګ وويل : 

تر اوسه د دغو کتابونو د پلور اندازه يو مليون او پنځه لکو ټوکو ته رسيدلې او دغه شمير لا هم زياتيږی . زموږ په اند ، د کتابونو د پلور اندازې د زياتولي لامل دا دی چې د يو دان لخوا ليکل شوي کتاب يو کلاسيک اثر دی او د خپريدو ساحه يي پراخه ده . مېرمن يو دان عامو وګړيو ته د لرغونو اثارو په ورپيژندلو کې لوی لاس لری . دا په دې کې تکړه ده چې د معمولي خبرو له لارې د کانفوسيوس لنډې خبرې خلکو ته وروپيژنې چې د وګړيو په زړونو کې د خپل هيواد له دوديز کلتور سره د مينې احساسات راويښ کړي .

د کانفوسيوس د لنډو خبرو په نامه کتاب چې د کانفوسيوس او دده د شاګردانو د ويناوو ټولګه ده ، نژدې دوه زره او درې سوه يا څلور سوه کاله مخکې چاپ شوې او د کانفوسيوس مکتب يو کلاسيک اثر ګڼل کيږي .د دغه کتاب پر بنسټ د ژوند ، فلسفې ، اخلاقو، سياست ، ښوونې ، اقتصاد او هنر په شمول اثار له لسو زرو څخه زيات دي . په نننی زمانه کې چې د ټولنيز پرمختګ ګامونه چټک شوي ، د کانفوسيوس مشهورې لنډې خبرې ورو ورو د وګړيو له ذهنونو څخه ليرې کېږی .

پروفيسرې يو دان له څلور کلنۍ څخه د کانفوسيوس د لنډو خبرو په زده کړې پيل کړی چې په هغه وخت کې يې پلار د ادب او تاريخ د څيړنې په کارونو کې کار کاوه . د پلار تر اغيزو لاندی يو دان د چين د لرغونی ادب په اړه د ماسترۍ درجه تر لاسه کړه . د يو دان په اند کلاسيک اثار له واقعی ژوند څخه ليرې نه دی او د سلو تنو پوهانو په فورم کې يی له خپلو تجربو سره سم نندارچيانو ته د کانفوسيوس د لنډو خبرو په باب توضيحات ورکړل . د يو دان هيله دا ده چې د لکچرونو له لارې يی هغه کسان د کانفوسيوس د لنډو خبرو په هکله لومړني معلومات تر لاسه کړي او ور سره مينه پيدا کړي چې عمرونه يی له پنځلس کلنۍ څخه زيات دی . که څه هم د سلو تنو پوهانو د فورم پروګرام په نيمه شپه يا سهار وختی په تلويزيون کې خپريږی ، خو لا زيات نندارچيان راجلبوي . د خپل برياليتوب د يادونې په وخت کې يو دان وويل :

د ډاکټرۍ درجې د تر لاسه کولو په وخت کې د ټلويزيون او فلم د خپرونې په چارو بوخته وم . بايد وويل شم چې په تېرو لسو کلونو کې مې تل د خپرونو په اړه څيړنه کړې . نو په دې پوه شوې يم چې که وغواړم لا زيات کسان د کانفوسيوس له لنډو خبرو سره مينه ولري ، بايد د لکچرونو په بهير کې د کانفوسيوس د لنډو خبرو په هکله يو شمير ساده کيسې اوريدونکو ته وړاندې کړم .

په تلويزيون کې د يو دان د لکچرونو له پای ته رسيدو وروسته نندارچيانو ددې ستاينه وکړه او د دوی له قوي غوښتنو سره سم ، يو دان د کانفوسيوس د لنډو خبرو د زده کړې په نامه يو کتاب وليکه او بيايی چاپ کړ . يو دان وويل

دغه کتاب يوازی د کانفوسيوس د لنډو خبرو د زده کړې په ترڅ کې زما د تجربو ټولګه ده . هيله منه يم چې لا زيات وګړي د دغه کتاب د لوستلو له لارې د کلاسيکو اثارو ارزښت وپيژنی .