<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-06 18:25:39    
په اتن کې د اته ويشتمې دورې سپورتی لوبې

cri

د ٢٠٠٤ کال د اګست له ديارلسمی نېټې نه تر نهه ويشتمې نېټې پوری د اولمپيک د اته ويشتمې دورې سپورتي لوبې د يونان په پلازمينه اتن کې تر سره شوې او د دوه سوه او يو هېوادونو او سيمو څه دپاسه لس زره او پنځه سوه تنه لوبغاړيو پکې ګډون وکړ چې په سلو کې له څلويښتو څخه يی زياتې ښځينه لوبغاړې وې او دغه شمير د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې ډېر زيات و. د دغه دورې د شپاړس ورځنيو سپورتي لوبو په اته ويشت لويو لوبو کې د سرو زرو دری سوه او يو مډالونه د اوه پنځوسو هېوادونو او سيمو د لوبغاړيو له خوا تر لاسه شول .

د سپورتي لوبې ځانګړي مډالونه

د اتن د اولمپيک سپورتي لوبو په مډالونو له هغو نقشونو څخه استفاده و نه شوه چې له ١٩٢٨ کال څخه د اولمپيک د بېلا بېلو دوری د سپورتي لوبو په مډالونه کې تری کېده. د اولمپيک د سرچينو د احترام په موخه د دغو نقشونو پر ځای د يونان يو شمير ژبې په مډالونه کې وکاږل شوی . له دې وروسته د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې پريکړه وکړه چې په راتلونکې کې به د اولمپيک د سپورتي لوبو په مډالونو کې له يوناني ژبې څخه استفاده کوی .

د جنوبی افريقا د لامبو وهلو لوبډله

د جنوبی افريقا د لامبو وهلو لوبډلې په اتن کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې برياليتوب تر لاسه کړ. دوی د ريلی په توګه د څلور سوه مترو په واټن د څلور ځله لامبو وهلو په سيالۍ کې د استراليا او امريکا په ګډون له يو شمير ډېرو پياوړيو سيالانو سره مخامخ وو . خو په خپل ټينګ هوډ سره يی نه يوازی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ ، بلکې نړيوال ريکارډ يی هم ټينګ کړ .

د سپينې روسيی لوبغاړې نيستيرينکو

د ١٩٨٤ کال په لوس انجليس کې د اولمپيک له سپورتي لوبو څخه تر ٢٠٠٤ کاله پورې د امريکا تور پوښتکو ښځينه لوبغاړو څو ځله د سل متره واټن ځغاستی په سياليو کې لومړی جايزې تر لاسه کړې . خو د اتن د اولمپيک په سپورتي لوبو کې دغه حالت بدل شو چې په ترڅ کې يی د سپينې روسيی لوبغاړې نيستيرينکو د امريکا لوبغاړی ماته کړه او دسروزرومډال يی واخيست .

د امريکا د لامبو وهلو لوبغاړی مايکل فيلپس

د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې د امريکا د لامبو وهلو لوبغاړی مارک سپيتز په ١٩٧٢ کال کې داسې ريکارډ ټينګ کړ چې د اولمپيک د يوې دورې په سپورتي لوبو کې يو وګړی د سرو زرو څلور مډالونه تر لاسه کړل . د امريکا لوبغاړی مايکل فيلپس په اتن کې په بېلا بېلو بڼو د لامبو وهلو د دوه او څلور سوه متريز واټن په سياليو کې او د سلو او دوه سوه مترو واټن د پتنګ لامبو په سياليو کې د سرو زرو څلور مډالونه تر لاسه کړل ، که څه هم د فيلپس پايله يوازی د سپيتز له ريکارډ سره برابر وه ، خو خلکو باور لری چې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې لا ښه برياليتوب تر لاسه کړي .