<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-07 19:02:10    
په لوړه کې غوره نرسه جيانګ يون يان

cri

جيانګ يون يان زموږ په هيواد کې د هغه کلينيک نرسه ده چې د قره کولن غره په دره کې پروت دی او لوړوالی يې د سمندر له سطحې دری زره او اوه سوه مترو ته رسيږي او د تيان شان او الي په لوړه کې د ميشتو شويو سرتيريو د درملنې دنده په غاړه لری . کله چې جيانګ يون يان ١٨ کلنه وه ، په جګو ځايونو کې يي د سرتيريو کيسې واوريدلې او له امله يي په زړه کې ډيره ژوره خاطره پاتی شوه ، نو بيا دا د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکی سيمی د قاعيليق ولسوالی ته ورسيده او د جنوبی شينجيانګ د پوځی سيمی د ګوندي کميټی په اجازه په پوځی ډله کې شامله شوه .

په لومړی وخت کې جيانګ يون يان د لوړې سيمې له هوا او اوبو سره برابره نه وه او د اکسينجن کموالی له امله کله نا کله له ستونزو او د سرتيريو لپاره د درملنې په لارکې له سختو بارانونو او واورو ، د خټو او ډبرو د ښويدو له خطرناک حالت سره مخامخ کيده ، برسيره پر دې په پوځي ډله کې ټول نارينه وو ، نو ډيره منفرده او يوازی پاتې وه ، په دې حال کې دې بايد پر لوړی باندی ستونزی حل کړې وی او تر وسی پوری د هر سرتيری روغتيا ساتلی وی . ځکه سرتيری په لوړی کې په اسانه توګه د زړه او يخ نيولو پر ناروغی اخته کيږي ، نو د ډاکترانو او نرسانو رول ډير مهم دی . جيانګ يون يانګ په ديارلسو کلونو کې د څلويښت زره سرتيريو درملنه کړی او اتيا زره کيلومتر لاره يې وهلی ، دې د سرتيريو روغتيا لپاره مسکا کړی يا يې د دوی د ناروغی لپاره ژړلی دی .

خو په لوړی کې يون يان په چټکه توګه وده کړی او په زړه کې د سرتيريو تر منځ د متقابلی مرستی او پاملرنې احساس يې کړی دی . په لوړی کې سرتيريو تل نرسانو ته خواږه او ښکلی شيان رسولی او يون يان او نورې نرسانی سرتيريو ته د نباتاتو نمونه ، په خپله جوړ کړي لاس ماغو او نور شيان رسولی دی . په دې هکله سرتيريو يوه شعار وليکه چې معنی يې دا ده چې د نرسانو له خوا د رسول شويو شيانو له کارولو وروسته به په ټينګه توګه د هېواد ساتلو لپاره لا زيات کوشش وکړو .

اوس يون يان په لوړی کې له ژوند سره برابره ده او ويی ويل چې زه له دې لوړی څخه ډيره مننه کوم او زيات پرمختګونه مې په کې تر لاسه کړي دي . په لوړه کې ژوند زما په زړه کې د وياړ او احساسات رامنځته کړي دی .

لږه موده مخکې جيانګ يون يان په چين کې د ٢٠٠٦ کال د لسو غوره ځوانانو په کتار کې شامله شوه . هغی د دغې جايزې له تر لاسه کولو وروسته ډير پيچيلی احساس کړی چې له نورو زياتو فشارونو سره مخامخ ده . هغې وويل زما په شان زيات شمير غوره نرسانی په خپله په پټه توګه کوشش کوي او زما په اند تر وسی پوری کار کول يوه ډيره نيکمرغي ده .

خبريال له هغې څخه پوښتنه وکړه که چيری يوه ورځ له لوړی څخه جلا شي ، نو په زړه کې به يې څنګه احساسات وي ؟ جيانګ يون يان وويل زه به ډيره خواشينې شم . ځکه زه يوه يتيمه يم او دغه لوړه زما د دوهم ټاټوبی په شان ډيره مهمه ده . د دې زوی چې شپږ کلن دی ، په دې پوه شوې چې د ده مور په لوړه کې د سرتيريو د روغتيا ساتلو لپاره دنده تر سره کوي او دی يې د زيږيدنې په وخت کې بل ځای ته ليږلی و . دغه کوچنی هلک د خپل مور د کارونو پر اهميت ډير ښه پوهيږي او جيانګ يون يان هيله لری چې د دې زوی به په عادلانه او سپيڅلې توګه وده وکړي .