<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-07 19:27:02    
د مسلمانو زړو کسانو نيکمرغه ژوند

cri

د چين په تاريخ کې له زرګونو کلونو راهيسي يو داسي لرغوني غوره دود ساتل شوي چې له مخې يي خلک زړو کسانو ته احترام او له ماشومانو سره مينه کوي ٠اوس په يوويشتمه پيړۍ کې بشري ټولنه يو داسي عصر ته رسيدلي چې د زړو کسانو نفوس يي د چټک زياتوالي په حال کي دي ٠ د بيلګي په توګه چين په ١٩٩٩ کال کې په دغسې ټولنه کې شامل شوي چې د زړو کسانو شمير يي له سل مليونو څخه اوښتي دي ٠ نن ورځ د زړو کسانو زياتوالي نه يوازي د چين بلکې د ټولې نړۍ له پاره د پام وړ مسئله ګرځيدلې ده ٠ اوس د چين حکومت له دغې ننګونې سره د مقابلې له پاره د زړو کسانو د ټولنيز چارو تامينولو او دټولنې سرچينو د معقولې ويشنې د پياوړتيا له پاره ډير کوششونه کړي دي ٠

د چين په شمال کې د مغولي قوم د خپلواکې سيمې د هوحه هاو ته ښار د هوي قوم استوګني په يوه سيمه کې د ټولنې د هوساينې سازمان په توګه د مسلمانو زړو کسانو يوه دوه پوړيزه ودانۍ شته چې په چين کې لومړي داسي ودانۍ ګڼل کيږي چې په ځانګړي ډول د مسلمانو زړو کسانو له پاره خدمت کوي ٠ د دغه هستوګنځي يو مسؤل ښاغلي چاو چي مينګ زمونږ خبريال ته وويل چې په ٢٠٠٠ کال کې د دغه هستوګنځي په جوړيدو پيل شوي او حکومت پکې څه د پاسه اووه مليونه يوانه لګولي دي ٠ بر سيره پر دي د دغه ښار د بيلا بيلو کچو مشرانو او د ټولنې د مختلفو برخو د ملاتړ او يو شمير شخصي سوداګرانو هم پکې د پانګونې او مرستو له لارې

ګډون کړي دي ٠ د يو خبر له مخې د دغه هستوګنځي عمومي مساحت څلور زره او اووه سوه مربع مترو ته رسيږي او شپږ پنځوس ميعاري کوټې لري چې پکې دري ، دوه کيسزې کوټې او د ښځې او خاوند دوه کسيزې کوټې هم شاملې دي ٠ دغه راز د هستوګنځي شاوخوا منظره هم ډيره ښکلي ده ٠د مسلمانو زړو کسانو ته پکې ډير ښه خدمتونه تر سره کيږي ٠ ښاغلي چاو وويل چې په دغه هستوګنځي کې د ژوند لګښتونه زيات نه دي ، ځکه زمونږ خدمتي موخه سپين ږيري او سپين سري دي ٠ دبيلګي په توګه د خوړلو په هکله هره مياشت هر سپين ږيري يا سپين سري دوه سوه يوانه لګوي ، خو حکومت هره مياشت هر يو ته څه د پاسه يو سل يوانه برابروي ٠ زمونږ خبريال په يوه کوټه کې له سپين ږيري ښاغلي لي شه ليان او دده له ميرمنې سره وکتل ٠ سپين ږيري لي شه ليان خبريال ته وويل چې په دي هستوګنځي کې مو څه د پاسه يو کال ژوند کړي او ژوند مو ډير ښه دي ٠ زما اولادونه په کارونو ډير بوخت دي ، نو ډير زيات وخت نه لري چې زمونږ ژوند ترتيب کړي، همداشان مونږ هم نه غواړو چې د دوي زيات وخت ونيسو٠ دلته زمونږد ژوند له پاره ډيرې اسانتياوې برابرې شوي دي ، نو مونږ ډيره خوشحاله يو ٠

له دي امله چې په دغه هستوګنځي کې اوسيدونکي ټول مسلمانان دي ، نو که يو سپين ږيري پر اسلامي دين عقيده لري ، پروا نه لري چې له کوم ځاي راغلي يا په کوم قوم پوري اړه لري ٠ ټول کولي شي چې په دي هستوګنځي کې واوسيږي ٠ اوس په دغه هستوګنځي کې څه د پاسه شپيته تنه سپين سري او سپين ږيري مسلمانان اوسيږي چي زياتره برخه يي ځايي خلک دي ، بر سيره پر دي

ځيني له بيجينګ ، باو تو او نورو ځايونو څخه راغلي دي ٠ که څه هم دغه زاړه کسان له اولادونو څخه جلا ژوند کوي ، خو دوي د هستوګنځي د کارکوونکو زياته پاملرنه حاصله کړې ده ٠ يو کار کوونکي زمونږ خبريال ته وويل چې دغه سپين سرې او سپين ږيري له مونږ سره لکه د ميندو او لورګانو ترمنځ و تړاو په شان اړيکې لري او زمونږ ترمنځ ژور احساسات موجود دي ٠ دوي زمونږ د پلار او مور په شان دي او مونږ لکه د دوي د زامنو او لورانو په شان يو ٠

د مسلمانو زړو کسانو له پاره د دوي مذهبي فعاليتونو ته درناوي ډير مهم کار دي ٠ په دغه هستوګنځي کې د بيلا بيلو مذهبي فعاليتونو له پاره بيلابيل ځايونه برابر شوي او هر وخت اړوند مذهبي فعاليتونه تر سره کيږي ٠ په تيره بيا د ښځو او نارينه و د پنځه ځله د لمونځ کولو له پاره جلا جلا دوه تالارونه هم شته چې د اسلامي سبک په بڼه ډير ښکلي او سينګار شويدي ٠ دغه راز په دغو دوو تالارونو کې پنځه ساعتونه هم ځوړند دي چې ستنې يي په جلا جلاتوګه د پنځه ځله د لمونځ کولو له وخت سره سم ټاکل شوي چې په بيلا بيلو ټاکل شويو وختونو کې به دغه ساعتونو زنګ ووهي ٠ زمونږ د خبريال په سترګو کې د دغو زړو کسانو مخونه ټول له خوشحالۍ څخه ډک دي او د دوي د وروستي عمر ژوند ډير نيکمرغه ښکاري ٠