څه موده دمخه د چين د الوتکو توليدولو اړوندې څانګې نړيوالو ته د جيې لس په نامه د چين د جنګي الوتکې د جوړولو په هکله تخنيکي تفصيلات ښکاره کړيدي چې په پايله کې يي د چين د الوتکو توليدولو د صناعو پرمختيا د زياتې پاملرنې وړ ګرځيدلې ده .
لږه موده مخکې د چين د يوه هوايي ډګر دپاسه يو ځانګړی تمرين ترسره شو چې د چين لخوا جوړ شوو دوو الوتکو د دښمن له څلورو الوتکو سره جګړه وکړه چې په پايله کې يي دوو چيني الوتکو دښمن ته ماتې ورکړه . دغه غلبه موندلی الوتکه د جيې لس جنګی الوتکه ده چې تمليکي حق يي په پوره توګه له چين سره تړاو لری په بله ژبه ددې الوتکې ټولې پرزې د چين لخوا په خپله جوړې شويدي .
ښاغلي سون ون څون چې د دغه نوي ډول جنګي الوتکې عمومی طرح کوونکی دی ، خبريالانو ته وويل چې چين د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د دغه ډول الوتکې په څيړې پيل کړ او د چين په هوايي ځواکونو کې د جيې لس الوتکو په مجهزيدو سره به د چين دفاعي توان نورهم پياوړی شي . هغه وويل د دغه ډول الوتکي بريالۍ جوړونه او کارونه ډير اهميت لری او دا ښيي چې موږ خپل پرمختللی ښکاري الوتکې لرو .
د جيې لس الوتکه په دوو ډولونو ويشل کيږي چې يو يي يوه او بل يي دوه څوکۍ لری او زيات شمير نوی تکنولوژۍ او طرحې پکې کارول شويدي . ددې ترڅنګ په جيې لس الوتکه کې د الوتنې کنترول پرمختللی سيستم هم نصب شوی دی . د ښاغلي سون په وينا دغه سيستم دا توان لری چې د الوتکې د چلونې او الوتنې حالت
پيژنی او د کمپيوتر له لارې په اوتوماتيک ډول ستونزې او موانع ليري کوي .
د معلوماتو له مخې اوس د چين هوايي ځواکونه تر يوې اندازې د جيې لس په جنګي الوتکو مجهز شوی دی . د نوموړې الوتکې د توليدولو شرکت مشر ښاغلي لو ژون هوان وويل د جيې لس جنګي الوتکې جوړونه نه يوازی د چين د الوتکو توليدولو په صنايعو کې ستر برياليتوب دی ، بلکې د چين د بشپړ صنعتي سيستم لپاره هم ځواکمن رول لوبوي.
د جيې لس الوتکې بريالۍ کارونه دا نښه ده چې په چين کې د پرمختلليو جنګي الوتکو د څيړنې او جوړونې خپلواک سيستم بشپړ شوی دی . د جنګي الوتکو د جوړونې او ازموينې تکنولوژۍ خپلول د يو ډول پرمختللي جنګي الوتکې د جوړولو په پرتله لا ستر اهميت لری .
د چين د الوتکو توليدولو د لومړني ګروپي شرکت په وينا د جيې لس جنګي الوتکې بريالۍ کارونه دا ښيي چې د چين جنګي الوتکې له دوهمې دورې څخه دريمې دورې ته پورته شويدي . د جنګي الوتکو د توليدولو پرته په چين کې د مسافروړونکو الوتکو د توليدولو او پلورلو په ساحه کې هم خپلواکه تګلاره پلی شوېده . د چين د الوتکي توليدولو لومړنی شرکت مشر ګن ژو ګوانګ وويل د اې ار جيې يوويشت ډول الوتکه چې د دغه شرکت لخوا توليديږي او په فرعی هوايي کرښو کې کارول کيږي ، تير کال په ازمويښتي الوتنه کې بريالۍ شوه . دغه ډول مسافر وړونکی الوتکه لوی کاربين او د چين د لويديځو لوړو دښتونو په هوايي ډګرونو کې د پورته او کښته کيدو ښه توان لری . اوس د يو اوياوو دا ډول الوتکو د پلورلو تړونونه لاسليک شوي او د ټاکلي پلان له مخې د راتلونکي کال د مارچ په مياشت کې د دغه
ډول الوتکې د مسافرينو وړلو په ازمويښتي الوتنې پيل شي او په دوه زره او نهم کال کې به يي اخيستونکو ته وليږدول شی .
ددې تر څنګ د ايم اې شپيته بل ډول مسافروړونکې الوتکې نورو هيوادونو ته صادر شويدي . ښاغلي ګن وويل تير کال چين له زينبابوي ، لاوس ، زامبيا ، کانګو ، نيپال ، اندونيزيا ، کيوبا او فيجي سره د ايم اې شپيته ډول شپيتو الوتکو د پلورلو تړونونه لاسليک کړي دي او دا نښه ده چې چين زياته اندازه مسافروړونکو الوتکو د پلورلو توان لری .
له جنګي الوتکې څخه تر مسافروړونکي الوتکې پورې د چين د الوتکو توليدولو صنعت د نوي ډول الوتکو د څيړنې ، توليد او أزموينې په شول سيستم بشپړ کړی او يو شمير لابراتورونه او تجهيزات يي جوړ کړيدي . د اړوندو څانګو کارپوهانو په اند دغه ټول به د چين د دفاعي چارو د عصري کيدو او د ملي اقتصاد د دواملرونکي پرمختيا لپاره ځواکمن رول ولوبوي .