<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-07 20:02:05    
هند او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې سيستم په اړه يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، هند او پاکستان د مارچ په اوومه نېټه د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هېوادونو له خوا د ګډې مبارزې د سيستم په اړه د لومړی پړاو غونډې د نتيجې ګډه اعلاميه خپره کړه او دغه خبره يی تکرار کړه چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ ضد مبارزې په ساحه کې يو بل ته معلومات تبادله کړی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې د سيستم موخه د وسله والو او ترهګرو فعاليتونو مخنيوی دی. نو کله چی له دوو هېوادونو څخه په يو هېواد کې ترهګره پېښه کيږی، نو دواړو خواوی به د نوموړي سيستم له مخې يو له بل سره مرسته وکړي او په اړه به يی معلومات تبادله کړي.