<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-08 20:51:37    
د سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټه کې څلور فعالې ښځينه غړي

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! نن ورځ د ښځو نړيواله ورځ ده ، نو د دې ورځې د لمانځنې لپاره به تاسو ته يو ځانګړی پروکرام وړاندی کړو . ټولو ته معلومه ده چې د چين د سياسی مشورتې کنفرانس د لسمې دورې پنځمه غونډه د مارچ په دريمه نېټه پيل شوه چې تر شپاړسمې نېټې پوری به د چين په پلازمينه بېجينګ کې دوام وکړي . د جيو سان ټولنه يوه داسی سياسي ډله ده چې د ساينس او تکنالوژۍ په ساحه کې د لوړې او منځنی کچې منورينو او پوهانو له خوا جوړه شوې او د چين د ولسي سياسی مشورتي کنفرانس يوه برخه ددوی لخوا تشکيلوي . دغه ټولنه د چين د کمونيست ګوند په مشرۍ د ښې همکارۍ پر بنسټ د چين د ځانګړی سوسيالستی نظام د جوړولو په چارو کې ګډون کوی . په دغه سياسي ډله کې ډېر مشهور او غوره کسان راغونډ شوي دي چې پکې څلورو ښځينه غړيو له زياتو کلونو راهيسې د خپلو غوره برياليتوبونو له امله د خلکو احترام ځان ته راجلب کړی او د هيواد په سياسي چارو کې يي ګډون کړی دی ، دغه څلور تنه مېرمنې د سياسی مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې او د شانګهای ښار د سياسی مشورتي کنفرانس مرستياله شي لي جيوان ، د سياسی مشورتي کنفرانس د دايمی کميټې غړې او د جي لين ولايت د سياسی مشورتي کنفرانس مرستياله لې هوی جن ، د سياسی مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې او د هو نان ولايت د سياسی مشورتي کنفرانس مرستياله لو ګوانګ شيو او د ګوی جو ولايت د والي مرستياله ليو هونګ شيو دي . د خپرونې په دې برخه کې به تاسو ته د دغو څلورو ښځينه مشرانو په اړه لنډ معلومات وړاندی کړو .

ميرمن شي لي جيوان يوه فيزيک پوه ده او پخوا د شانګهاي د فو دان پوهنتون مشره هم وه . د تېرۍ پيړۍ له اتمې لسيزې څخه تر نهمې لسيزې پوری مېرمن شي لي جيوان د شانګهای ښاروال د مرستيالې دنده په غاړه درلوده او د خپل ماموريت په موده کې يي د خلکو ژوند ته ډيره پاملرنه کوله . د نهمې لسيزې په لومړيو وختونو کې ددې د هڅونې له امله په شانګهای ښار کې په روغتون کې د لومړيو او منځنيو زده کوونکو او ماشومانو د بسترۍ او په بيمه کې ددوی د ګډون لارې چارې خپرې شوې . د دغو لارو چارو له پلی کولو وروسته اوس هر کال څه دپاسه پنځوس زره يا شپيته زره تنه زده کوونکي او ماشومان ترې ګټه اخلی او هر کال حکومت ناروغو ماشومانو ته څه دپاسه پنځوس مليون يوانه پيسې برابروی . که څه هم اوس مېرمن شيی د ښاروال د مرستيالې دنده پرې ايښی ، خو لا هم د سياسی مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړي په توګه د يوې همغږې او هوسا ټولنې د أبادولو لپاره هڅه کوی . دی وويل :

لس کاله دمخه ما يو داسې وړانديز وکړ چې بايد په نوې پيړۍ کې د کليوالو کارګرانو زامن د بيسوادۍ په توره تياره کې پاتې نه شی . د چين د ښوونې وزارت سمدلاسه دغه وړانديز ته ځواب ورکړ او په دې هکله يي څيړنه وکړه . په ٢٠٠٣ کال کې حکومت د کليوالو کارګرانو ماشومانو ته د زده کړې فرصت د تامينولو په اړه اته اوياوم شميره سند خپور کړ او د سياسی مشورتي کنفرانس ګڼ شمير غړيو هم د دغه سند د پلی کولو لپاره کوښښ وکړ .

په تېرو څو کلونو کې د چين حکومت د اړوندو تګلارو او د بېلا بېلو ساحو د وګړو په مرستو د کليوالو کارګرانو د ماشومانو لپاره د زده کړې زمينې د

برابرولو په هکله ستونزې او مشکلات ګام په ګام حل شوي دي .

د دغو څلورو واړه يوه بله مېرمن لي هوی جن د ماشين جوړولو په ساحه کې يوه کارپوهه ده ، نو د تجهيزاتو اخيستنې او کارونې ته ډېره پاملرنه کوی. په تېرو څو کلونو کې چين په بندرونو کې د اړوندو تجهيزاتو د اخيستلو لپاره له نړيوال بانک څخه ډېر پورونه واخيستل . خو دغه بهرني پرمختللي تجهيزات مو په پوره توګه نه دي استعمال شوي چې په پايله کې يی يو شمير زنګ وهلی دی . مېرمن لي وويل : 

په ٢٠٠٥ کال کې مې د سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې په غونډه کې د دولتی شورا سرمنشی او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې اړوندو چارواکيو ته د يادو شويو تجهيزاتو د ښې کارونې په هکله وړانديز وکړ . په هغه وخت کې د دولتی شورا د سرمنشی مرستيال وانګ يانګ د دغې مسئلې په اړه د يوې ځانګړې غونډې مشری وکړه او د بېلا بېلو خواوو د ګټو په اړه يی منځګړيتوب وکړ چې دده د هڅې له امله نيم کال وروسته په چين کې د هوا ليانګ په نامه د مالونو ليږد راليږد يو شرکت جوړ شو او دغه تجهيزات هم په ښه ډول وکارول شول .

دغه راز درېيمه مېرمن لو ګوانګ شيو د چين په طبی ساحه کې يوه مشهوره پوهه ده او د چين د ځايی ناروغيو د مخنيوي او درملنې په ساحه کې لوی لاس لری . په تېره بيا د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې مېرمن لو د چين په ستره برخه کې د هغې مالګې د ترويج په برخه کې ستر خدمتونه تر سره کړل چې پکې يود ګډوډيږي . . له ١٩٨٩ کال څخه تر ١٩٩٣ کال پوری نوموړې د چين په جنوب د هو نان ولايت د جانګ جيا جي په سيمه کې له يو کلی څخه کتنه وکړه چې د احمقانو کلي نوميده . د څو کلونو له څيړنې وروسته د لو ګوانګ شيو په مشرۍ طبی ډلې وموندله چې په دغه کلی کې په مالګه کې د يود د کمښت له امله د که دينګ په نامه يو ډول ناروغی رامنځته کيده او دغه ناروغی د کليوالو د کم عقلۍ لامل ګرځيدلی و . د مېرمن لو د څيړنې راپور د چين د مرکزي حکومت پاملرنه راجلب کړه او له دې وروسته يود لرونکې مالګې د ټول هيواد په ساحه کې وکارول شوې .

روان کال مېرمن لو د مسلکي ناروغيو د وقايی په موخه د کارونو د پياوړتيا په اړه وړانديز وکړ دې وويل :

په معدنی سيمه کې مسلکې ناروغۍ د کاني کارګرانو لخوا د زياتې پاملرنې وړ دي . د بيلګې په توګه د سکرو کان يو کارګر عمومأ د دوه او يا دريو کلونو کار وروسته د سږۍ په هغه ناروغۍ اخته کيږی چې د پزې له لارې د معدنی دوړو او ګردنو د ننوتلو له امله رامنځته کيږي . خو د کان مشر يوازی خپلو ګټو ته پاملرنه کوی او نه غواړی د دغې ناروغۍ د مخنيوی دنده په غاړه واخلی . د سکرو کان زياتره کارګران بی وزلی بزګران دي او د ښووني سطحه يی ټيټه ده . نو دوی نه پوهيږی چې په کومه لاره له مسلکي ناروغيو څخه ځان وژغوري . د دغه ډول مزمنې ناروغۍ له امله د کاني کارګرانو د مړينې انډوال ډېر لوړ دی ، نو حکومت بايد په دغه ساحه کې د کارګرانو د ګټو ساتلو لپاره ځانګړی قانون جوړ کړي .

څلورمه مېرمن ليو هونګ شيو د سياسی مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې او د ګوی جو ولايت د والي د مرستيالې په توګه د دغه ولايت د پرمختګ لپاره ډېر کوښښ کوی او په دغه ساحه کې يی ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي . دې زمونږ خبريالې ته وويل :

تر ٢٠٠٠ کال پورې په چين کې د نهه کلنې اجباری ښوونې د رواجولو او په

ځوانانو کې د بی سوادۍ د له منځه وړلو پلان په بنسټيزه توګه بشپړ شوی دی . خو دغه پلان په هغه وخت کې زموږ ولايت له اته اتيا ولسواليو څخه يوازی په پنځه ديرشو ولسواليو کې ترسره شو . دا يوه ډېره سخته مسئله وه چې دغه پلان په نورو دری پنځوسو ولسواليو کې پلی شی . زمونږ په ولايت کې د بېلا بېلو ساحو د مشرانو او چارواکيو د ټينګ هوډ او کوښښونو له برکته د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په دغو دری پنځوسو ولسواليو کې دغه پلان هم بشپړ شو .

د سياسی مشورتي کنفرانس په کلنۍ غونډه کې د ښځينه غړو د ځانګړتياوو د يادونې په وخت کې مېرمن لي هوی جين وويل :

زما په اند ، ښځې د کارونو د ترسره کولو په ترڅ کې د همدردۍ او جديت ځانګړتياوې لری او په ټولنه کې بی وزلو وګړيو ته زياته پاملرنه کوي . د ميرمن ليو په وينا ښځينه غړي دا ځانګړتيا لری چې غواړي خپل کارونه په ټينګ هوډ او ښه توګه تر سره کړي ، نو په دې ساحه کې ډيرې هلې ځلې کوي چې په نتيجه کې ستر بريالتوبونه هم تر لاسه کولی شي .

يادې شوي څلور ښځينه غړي يوازي د ګڼ شمير ښځينه غړيو استازيتوب کوی او دا ښيې چې چيني ښځې د چين په ټولنيز ژوند کې لا ستر رول لوبوي .