<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-09 19:16:50    
له قطيو څخه جوړې شوې موسيقی الې

cri

يو سپين ږيری چې جو شي فو نوميږي او د جنوبي چين د ګوی لين ښار د پينګ له ولسوالۍ د ژون جين کلی اوسيدونکی دی ، دده په سترګو کې غورځول شوي قطۍ بالکل بيا کارول کيږي . د ژون جين لرغونی کلی د زر کلنی ونې په درلودلو سره ډير شهرت لری او د ګوی محلي اوپرا سرچينه هم ده . نو له لرغونی زمانې راهيسې په دې ځاي کې د ګوي اوپرا په مرکزيت هنرې فعاليتونه ډير مروج دی او دغه لرغونی کلي ته هنری رنګ وروبخښل شوه .

سپين ږيری جوشي فو په داسي ټولنيز چاپيريال کې له کوچنيتوب څخه له موسيقۍ سره مينه پيدا کړه په تيره بيا د ايړ هو او يويچين موسيقی الو په غږولو تکړه دی ( ايړ هو داسي موسيقی اله ده چې دوه تارونه لری او يويچين داسي موسيقی ساز دی چې څلور تارونه لری .) خو د بی وزلۍ له امله په کور کې يوازی يو ايړ هو درلود او خپله هيله يي نشو پوره کولی چې زياتې موسيقي الې له ځانه ولری . ځکه چې په هر هيواد کې د ساز الې ډيرې قيمتې دي او د جوړولو فن يي هم مشکل دی .

لس کاله دمخه يوه ورځ دده نږور د شيدو پودر يوه تشه قطۍ د لوبې سامان په توګه لور ته ورکړه . جوشي فو خالي قطۍ له لمسې څخه لاس ته راوړه او ورباندي يي وواهه چې غږ يي د ايړ هو لخوا د غږول شوی غږ سره نژدی دی . خو د ايړ هو ډول له لرګو څخه جوړيږي او غږول شوی غږ ښکلی دی . د اوسپنيزې قطۍ لخوا له جوړ شوې ډول څخه څرنګه غږ رامنځته کيږي ؟ جوشي فو غوښتل چې له قطۍ څخه يوه موسيقي اله جوړه کړی . هيله يي ښه وه ، خو أزموينه مشکله ښکاريده چې

په پايله کې يي د زياتو کوششونو له برکته يو ساده ايړ هو جوړ کړ . څرنګه چې د همغږۍ لوله اوسپنيزه ده ، نو سيمی تار هم بايد فلزی وي ، خو په مغازه کې د يو سيمی تار بيه پنځه يوانه دي او د لسو تارونو ارزښت دده د لسو ورځو ژوند له لګښت سره برابر و ، نو هغه د بيچارګۍ په حال کي پاتې شو.

يوه ورځ زوی يي د بايسکل د ترميمولو په وخت کې له بريک څخه پرې شوی فولادی سيمونه پر ځمکه وغورځول ، جو شي فو يي له ځمکې څخه لاس ته راوړل او و يي موندل چې دغه ډول سيم ا ارتجاع ښه قابليت لری او په ايړ هو باندي کارول کيږي . مهمه خبره خو دا ده چې د سيمي تارونو د اخيستلو لګښت يي سپما شوی دی . د ايړ هو جوړولو وروستی مرحله دا ده چې د ايړ هو د ليندۍ لومې د اس له ويښتانو څخه جوړيږي ، خو د جو شي فو په کلي کې هيڅ أس نشته ، نو هغه د کب نيولو تارونه د أس ويښتانو پر ځای په ليندۍ تړلي دي چې په پايله کې يي د شيدو پودر له قطۍ ، د بريک له سيمونو او د کب نيولو له تارونو څخه يوه نوی موسيقي اله جوړه کړېده . له دې وروسته جو شي فو د کيک له يوې جعبې او د يوې لرګينې صندوقچې او د تيل له يوې جعبې څخه نورې دوې موسيقي الې جوړې کړې . له لسو کلونو راپدې خوا جو شي فو له بی مصرفو فلزي شيانو څخه د ساز لس الې جوړې کړيدي . که څه هم دغه ډول الې ساده او ارزښتناکې نه دي ، خو غږول شوي اواز يي لا هم له مغازې څخه د اخيستل شويو الو لخوا له غږول شوي أواز په شان ډير ښکلی دی .سپين ږيري بابا جو شي فو د موسيقي الاتو له جوړولو څخه خپله هيله تر سره کړې او د ژوند خوند يي اخيستی او اخلي يي . دی هم په خپله جوړې شوې موسيقي الې د سوغات په توګه ملګرو ته ورکړې . نن ورځ درې اتيا کلن سپين ږيری غواړی نورې موسيقي الې جوړې کړي .