<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-09 18:57:41    
د چين مشهوره سندرغاړې سونګ ځو اينګ

cri

د چينايانو دوديز جشن پسرلنی جشن به ژر رارسيږي او ددې جشن بيګا به هرومرو د چين د مرکزي تي وي ستيشن لخوا د سندرو ، نڅاو او اوپرا په شمول د خوشحاليو يوه ماښامی غونډه جوړه شی . يوې سندرغاړې چې د مياو قوم پورې اړه لری ، په تيرو شپاړسو غونډو کې ننداره وکړه چې نوم يي سونګ ځو اينګ دی

سونګ ځو اينګ د هيواد په دننه او بهر کې ډير شهرت لری او ددې لخوا ويل شوي سندرې زموږ په موسيقي پروګرام کې تاسو ته وړاندي شوی دی . کله چې په نولس سوه او نويم کال کې سونګ جو اينګ چې څلورويشت کلنه وه ، د ځوانو سندرغاړو په ملي سيالی کې ګډون وکړ او يوه سندره يي وويله چې نوم يي تر شا سطل و . سره له دې چې په سيالی کي ميدال ندې ګټلی ، خو ددې ښکلی أواز د ګڼ شمير نندارچيانو لخوا ومنل شو. د همدغې سندرې شعر د سونګ ځو اينګ د کوچنيتوب مودې ترسيم دی او له دې امله چې شپږ ويشت کاله دمخه د پسرلني جشن په غونډه کې همدغه سندره وويله شوه ، سونګ ځو اينګ ډير شهرت وموند او د پر له پسې شپاړسو کلونو په پسرلنيو جشنونو کې يي ډيرې ښکلې سندرې وويلې .

په دوه زره درېيم کال کې د چين او استراليا ترمنځ د سياسي اړيکيو د ديرشمې کليزې د نمانځنې په وخت کې د سيدني د اوپرا په سالون کې سونګ ځو اينګ شخصی کنسرت جوړ کړ او خپله هيله يي تر سره کړه . ورپسې په دوه زره درېيم کال کې د ويانا په طلايي سالون کې او تير کال د امريکې د کيندي په هنری مرکز کې يي هم شخصي کنسرتونه جوړ کړل . دغه هنری مرکز په امريکا کې تر ټولو لوړه کچه هنری ماڼۍ بلل کيږي . د نندارې په موده کې د دې مرکز په وړاندی يوه لوحه ځوړنده شوه او

ورباندی د چيني کلمې سونګ لاتيني حروف song ليکل شويدي چې song هم د سندرې مانا ده . د کيندي په هنري مرکز کې ننداره د چين او امريکا د کلتوري تبادلې يوه برخه وه او د چين د بهرنيو چارو او کلتور وزيرانو او په امريکا کې د چين سفير ددې نندارې د جوړولو لپاره لاسليکنې وکړې . د نندارې د پاي ته رسيدو په مهال کې د واشنګتن د کلومبيا ځانګړی سيمې ښاروال اندوني اعلام وکړ چې د همدی کال د اکتوبر دوولسمه نيټه د سونګ جو اينګ ورځې په نامه ونومول شی .

کله چې کنسرت له چين سره د مينې په نامه سندره کې پای ته ورسيد ، ټول نندارچيان وپاڅيدل او د پنځودقيقو لپاره يي تودې چکچکې وکړې .

د تير کال په پاي کې د موسيقۍ په ټولنه کې د ګلايمی جايزې د نهه څلويښتمې دورې کميټې اعلان وکړ چې د سونګ ځو اينګ لخوا جوړ شوی ګراموفون چې نوم يي د سلو کلونو أواز دی ، د جايزې ګټونکو کانديدې په توګه وټاکل شي . متاسفانه سونګ ځو اينګ دغه جايزه نده اخيستې ،خو د کانديدې په توګه ټاکنه د چين د ملي موزيک او چينايي سندرغاړې سونګ ځو اينګ وياړ دی ځکه چې دغه جايزه د فلم اوسکا جايزې په شان په نړۍ کې ډيره لويه جايزه ده چې د امريکا د ريکارډ هنر او ساينس ټولنې لخوا ورکول کيږي او د ټولې نړۍ د استعداد لرونکو سندرغاړو ، موسيقي دانانو او اړوندو کارکوونکو د هڅولو لپاره ټاکل شويده . په دې ګراموفون کې څوارلس فلمي سندرې شته او په چين کې ډيرې مشهورې دي .

د سونګ ځو اينګ استاذ د چين د موسيقۍ پوهنځي مشر جين تيې لينګ دی او دده لخوا روزل شوي ډير زده کوونکي په مشهورو سندرغاړو بدل شويدي .

د چين د موسيقۍ پوهنځي مشر پروفيسر جين تيې لينګ د سونګ ځو اينګ استاذ

دی او دده لخوا روزل شوي ډير زده کوونکي په مشهورو سندرغاړو بدل شويدي . د سونګ ځو اينګ ټاټوبی د جنوبي چين د هو نان ولايت د ګو جان ولسوالی ده چې دغه ولسوالی يوه وروسته پاتې ولسوالی ده او د بی وزليو کورنيو د زامنو لپاره د زده کړې بشپړتيا لا هم يو دروند بار دی . سونګ ځو اينګ هم د کوچنيتوب په وخت کې د بی وزلۍ په حال کې د نورو په مرسته خپله زده کړه بشپړه کړه او په نولس سوه پنځه اتيايم کال کې د مرکزي قومي پوهنځی د نڅا په څانګه کې ومنله شوه . نو پريکړه يي وکړه چې د خپل ټاټوبی له بی وزليو زده کوونکو سره د مرستې لپاره يوه صندوق جوړه کړي چې په پايله کې يي د تير کال د می په مياشت کې د خپل نوم په نامه يو صندوق جوړ کړ . اوس سونګ ځو اينګ د سمندري ځواکونو د هنرې ډلې مرستياله ده او د ځوانانو په روزلو يي پيل وکړ.