<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-09 20:16:37    
د بهرنيو خبريالانو په سترګو کې د چين د روان کال دوې غونډې د پخوا په پرتله ډير توپير لری

cri

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د کلنۍ نوبتی غونډې له پيل وروسته د چين د ملی ولسی کانګرس نوبتی غونډه د مارچ په پنځمه نيټه پرانيستل شوه . په دوو غونډو کې د خبرونو او تبصرو خپرولو په هکله أزاد چاپيريال او د غونډو په ترڅ کې رامنځته شويو زياتو حساسو مسئلو بهرني خبريالان په دې پوه کړې چې دغه غونډې د پخوا په پرتله ډير توپير دی .

د روانې مياشتی پنځمه نيټه د چين د ملی ولسی کانګرس د نوبتې غونډې پرانيستلو ورځ وه چې د اوسني حکومت د ماموريت په مهال د ملی ولسی کانګرس وروستۍ نوبتی غونډه ده . د سينګاپور د يونانيتيد مورنينګ پوست ورځپاڼی د چين د دوو غونډو په اړه يوه پاڼه ځانګړې کړې ده ، د دغه ورځپاڼې د خبريال يی پنګ في په اند د صدراعظم وين جيا باو له خوا په وړاندې شوی حکومتی کاری راپور کې ځينې اساسی ټکي څرګند شول . هغه وويل د صدراعظم وين جيا باو په کاری راپور کې د چاپيريال ساتلو په هکله زيات محتويات شامل وو چې له دې څخه څرګنديږي د چين حکومت دغې مسئلې ته ډيره پاملرنه کوي . ده په ډاګه وويل تير کال د انرژۍ سپمولو او د چاپيريال ساتلو په هکله د حکومت له خوا ټاکل شوې هدف نه دی پوره شوی ، خو په راتلونکې کې به هرومرو دغه هدف پلی شي . زما په اند د صدراعظم خبره د ده د ټينګ هوډ څرګندويه ده .

د دوو غونډو د مطبوعاتی مرکز د شميرنې له مخې د روان کال په غونډو کې د

برخوالو بهرنيو خبريالانو شمير اوه سوو تنو ته رسيږي چې د پخوا په پرتله ډير زيات دی .

د روان کال د جنوری له لومړی نيټی څخه د بيجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو او د دغو لوبو د چمتو کولو په موده کې په چين کې د بهرنيو خبريالانو د مرکو په هکله ټاکنه په رسمی توګه پلې شوې ده . د دغې ټاکنې له مخې بهرني خبريالان په چين کې يوازی د مرکو يونټونو او شخصيتونو د موافقو له مخې له دوی سره مرکه کولای شي او د دولت له چارواکيو سره د تماس کولو اړتيا نه لری . نو په دوو غونډو کې بهرني خبريالان په مستقيمه توګه د ملی ولسی کانګرس د استازيو او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې له غړيو سره مرکه کولای شي .

په بيجينګ کې د CNN د تلويزيون لومړی خبريال جيمی فلورکروز وويل د نوي ټاکني له پلی کولو وروسته مونږ نور زيات فرصتونه لرو چې له لا زياتو اړوندو کسانو سره مرکې وکړو . د دوو غونډو له لاری موږ هيله لرو چې پر چينايانو سربيره زيات کسان د چين له بيلا بيلو ټولنو په اړه معلومات تر لاسه کړي .

په بيجينګ کې د ايتار تاس خبري رسنۍ د مشر اندري کيريلوف په اند د نوې ټاکنې له مخې بهرني خبريالان د خبرونو او تبصرو خپرولو په وخت کې يو أزاد چاپيريال ته لاسرسی لري او له دې څخه څرګنديږي چې د چين د ورخلاصون اندازه نوره هم پراخه شوې ده . هغه وويل روانې دوې غونډې بهرنيو خبريالانو ته دروازه پرانيستې چې موږ په ژوره توګه په دوو غونډو کې ګډون او له نورو زياتو دولتی کارکوونکيو سره مرکې کولای شو چې د خبرونو او تبصرو محتويات مو لا زيات شي .

د خبر له مخې د CNN ، د روسيی د ايتار تاس او د ريوتيرس په شمول نامتو نړيوالو

خبري رسنيو ټولو د چين د دوو غونډو لپاره په جدې توګه ترتيات نيولي دي .

روان کال د مالونو ملکيت او د تصديو د ګټو د مالياتو د قوانينو مسودو د بهرنيو خبريالانو پاملرنه تر لاسه کړی ده . د ايتاليا د کوريری ديلا سيرا ورځپاڼی خبريال فابيو کاواليرا وويل چې ده تر ټولو د مالونو ملکيت قانون مسودې ته زيات پام کړی دی . هغه وويل ايتاليا په نړۍ کې د مدنی قوانينو او د روم د قوانينو سيستم سرچينه ده ، نو موږ د مالونو ملکيت په هکله د چين د ملی ولسی کانګرس له خوا له وړاندې شوی لايحې سره ډيره علاقه لرو .

د بهرنيو خبريالانو کارونو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه روان کال د دوو غونډو مطبوعاتی مرکز يو لړ نوي تدبيرونه نيولي دي . د بيلګې په توګه دغه مرکز د لومړي ځل لپاره پر انټرنيټ د استازيو د پلاويو د اوسيدو ځايونه ښکاره کړی او د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی کاری راپورونه يې په انګريزی ژبه ژباړلي دی . د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی د دفتر د مطبوعاتی اداری مشر ښاغلي کان که وويل دوی به د بهرنيو خبريالانو د کارونو لپاره ښه خدمتونه تر سره کړي . هغه وويل بهرنيو خبريالانو ته د خدمتونو برابرولو په برخه کې موږ زيات کارونه تر سره کړي چې بهرني خبريالان په دوو غونډو کې د مرکو لپاره په انټرنيټ کې خپل نومونه ثبت کړي . بر سيره پر دې د ملی ولسی کانګرس د استازيو او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی د غړيو زيات پلاوي خبريالانو ته ورخلاصوي .

په دوو غونډو کې د يوانو تبادلوی ارزښت ، د چاپيريال ساتلو ، د انرژۍ سپمولو او د فساد پر ضد د مبارزې په اړه زياتی مسئلی د بهرنيو خبريالانو پاملرنه راجلب کړې ده . دغه مسئلې به څنګه حل شي ، ټولې نړۍ دې ته پام کړی دی .