<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-10 19:32:12    
د چين د ملی ولسی کانګرس استازيو له ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په سياست کې د کليوالو کارګرانو د ګډون فرصتونه زيات کړي

cri

په بيجينګ کې د چين د لسمی دورې ملی ولسی کانګرس د پنځمې غونډې زيات ګډون کوونکی استازي کليوالو کارګرانو ته پاملرنه کوي .د شان دونګ د پلاوی يو استازی وانګ يوان څنګ وويل چې حکومت بايد زياتو کليوالو کارګرانو ته په سياست کی د ګډون لازيات فرصتونه برابر کړي چې دا په ټولنې د عدالت د ټينګښت لپاره مهمې لارې چارې دې . ده زياته کړه چې په دغه غونډه کې به د کليوالو کارګرانو د حقوقو د ساتنې په اړه يوه لايحه وړاندی کړي .

ښاغلی وانګ د دغې لايحې په اړه وويل چی د هېواد د ملی ولسی کانګرس د استازيو ترمنځ له دوه لکه او څلويښت زره تنو څخه يو استازی ټاکل کيږي خو په کليوالو سيمو کې له ٩ لکه او شپته زره تنو څخه يو استازی ټاکل کيږي چې له دی امله په ولسي کانګرس کې د بيلا بيلو کچو له استازيو څخه د کليوالو استازيو شمير کم دی .

اوس په چين کې د کليوالو کارګرانو شمير څه د پاسه دوه سوه مليون تنو ته رسيږي .د هېواد له هغې موخې سره سم چې تر ٢٠٢٠ کاله پوری به د ښاری کيدو اندازه په سلو کې ٥٦ ته ورسيږي ،له نن څخه به هر کال ١٣ مليونه بزګران له کرنې پرته له نورو ساحو کې د کارکولو لپاره ښارونو او علاقه داريو ته لاړ شی .

په وروستيو ورځو کې د چين په بيلا بيلو ځايونو کې هغه خبر خپور شوی چې کليوال کارګران د ځايی سيمې د ولسی کانګرس د استازيو په توګه ټاکل شوي دي .د هه نان ولايت د جو ما ديان کليوال کارګر دای چوان مينګ د ځه جيانګ ولايت د نينګ بو ښار د ولسی کانګرس د استازی په توګه وټاکل شو اودغه راز د چونګ

چينګ ښار د ځونګ ولسوالی بزګر شيانګ سی هونګ د دغه ښار د شا سی سيمې د څلورمې دورې د ولسی کانګرس په يوه غونډه کې ګډون وکړ . دا چی دی د دغې سيمې د کليوالو کارګرانو لومړی استازی دی نو د خلکو له خوا يی پاملرنه وشوه .

ښاغلی وانګ وويل چې په سياست کې د کليوالو کارګرانو د ګډون هيله زياته شوې ده .د کليوالو کارګرانو ډله بايد په سياست کې د ګډون په اړه د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره کوشش وکړي او دخپلې پوهې کچه لوړه کړي او د نړۍ او ټولنې د حالت په اړه ځان خبر کړی .نو له دې مخې به د نورو خلکو له خوا ومنل شی .

ښاغلی وانګ پخوا يو کليوال کارګر و خو د خپلو کوششونو له امله د شان دونګ ولايت د تای ان ښار د ځوانو کليوالو کارګرانو د روزنې د ښوونځی د مشر په توګه وټاکل شو اوور پسی د هېواد د ملی ولسی کانګرس يو استازی شو . هغه د دغه بهير د يادونې په ترڅ کی وويل چې د زده کړې توان او ټولنيزه دنده ډيره مهمه ده .په ٢٠٠٣ کال کې د ملی ولسی کانګرس د استازی په توګه له ټاکلو راهيسی هغه د کليوالو کارګرانو د حقوقو د ساتنې لپاره څو لايحې وړاندی کړي دي چې د کليوالو کارګرانو د معاشونو د ځنډولو او د دغو کسانو د ماشومانو د زده کړې د ستونزو په شمول د پاملرنې وړ مسئلې پکی شاملې دي .

نوموړی زياته کړه چې حکومت بايد اوسنی تګلاره تنظيم کړي او د کليوالو کارګرانو پرځانګړيتوب غور وکړي او د دوی لپاره يوه ځانګړی تګلاره جوړه کړي .په سياست کې د کليوالو کارګرانو د حقوقو تامين په مستقيمه توګه د هېواد له ثبات او ديموکراسۍ سره اړيکی لري .