<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-10 19:26:26    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام په دغه کړۍ کی به لومړی هغې پوښتنې ته ځواب ورکړم چې زهر نه لرونکی مار خطرناک دی که نه ؟

ګرانو اوريدونکو ! ټولو ته معلومه ده چې زهر نه لرونکی مار زهر نه لري خو ځينی کسان د دغه ډول مار له خوا وچيچل شی ټپ لاهم څو ورځې پړسوب کيږی . دا ولی ؟ زهر ناک مار زهرلرونکی غدې او غاښونه لري او زهر نه لرونکی مار دغه شان غدې او غاښونه نه لري . ولی هغه څوک چې د زهر نه لرونکی مار له خوا له چيچلو وروسته مسموم شی ؟ د ژويو پوهانو په نظر په ډير پخوا زمانه کی په نړۍ کی زهر دار مارونه نه وو او بيا وروسته له زهر نه لرونکو مارونو څخه زهر لرونکی ماران رامنځته شوي دی چې زهرونه يی په لومړنی وخت کی د دوی په لاړې توکل کی وو او غاښونه يی ګام په ګام لوی او اوږد شوي چې په پای کی په زهرناکو غاښونو بدل شوي دي . د ژويو پوهانو د خپلو څيړنو په بهير کی کشف کړي چې د زهر نه لرونکو مارونو په لاړې توکل کی زهر هم شته خو اندازه يی لږه ده . نو ځکه که څه هم زهر نه لرونکی مارونه زهرناکې غدې او غاښونه نه لری ، خو د دوی په لاړې توکل کی زهر موجود دي چې چيچل شويو کسانو ته تر يوې اندازې پوری زيان هم رسولی شی .

دوهم ، د مرغانو ځالې د دوی د ويديدلو ځایونه دي که نه ؟

د ځينو کسانو په أند د مرغانو ځالې د دوی کورونه او د ويديدلو ځايونه دي . خو په حقيقت کی دغه خبرې سمې نه دي . ساينس پوهانو د مرغانو ژوند د څارنې له مخی

پيدا کړي چې ډيرو مرغانو په خپلو ځالو کی شپه نه تيروی حتی د باد لګيدلو او د باران اوريدلو په وخت کی هم په خپلو ځالو کی پاتی نه دي . د بيلګې په توګه کله چې وحشی

هيلۍ يا قو خوب کوي دوی د اوبو پر سطحی باندی خپلې غاړې په وزرونو کی اچوی او ځينی نور مرغان د دريدو په حال کی خوب هم کولی شی . مرغان په خپلو ځالو کی خوب نه کوی نو د دوی د ځالو جوړولو موخه څه ده ؟ ځالې د دوی د بچيانو روزلو ځايونه دي . ښځينه مرغان په خپلو ځالو کی هګۍ اچوی او وړوکی مرغان په دغو ځالو کی لوييږی . څو چې مرغان لوي شي او په خپلواکه توګه ژوند کولي شی ځالې به يی بی کاره شی . نو ويل کيږی چې په ځمکه کی شاوخوا ٩٠٠٠ ډوله مرغان شته خو اکثر يی په خپلو ځالو کی نه بيريږی بلکې پکی خپل ماشومان روزی . خو ډير لږ مرغان په ځالو کی بيريږی .

دريم ، زمری په افريقا کی د حيواناتو مشر ګڼل کيږی او ببر هم د ژويو پادشاه ټاکل کيږی . دغه دواړه ډوله حيوانات ټول ځواکمن دي خو کوم نسبتأ قوی دي ؟ په طبيعی چاپيريال کی دوی جګړه نه کوی ځکه ببر په أسيا کی او زمری په عمده توګه په افريقا کی ژوند کوي . خو د ځينو ساينس پوهانو په اټکل که يو ببر له يو زمری سره جګړه وکړي ښايی چې ببر بريالی شی . ځکه ببر د وزن ، چابکوالی او قوت له لحاظه تفوق لری . د بيلګې په توګه يو شمال ختيځ ببر ١٨٠ کيلوګرامه وزن لری خو د يو زمری وزن د ١٠٠ کيلوګرامو په شاوخوا کی دی . زمری په ډله ايزه توګه ژوند کوي خو ببر يوازی ژوند خوښوی . مونږ ته معلوم دی چې ډله ايز ژوند د قوی والی نښه ده . که يوه ډله زمري له يو ببر سره جګړه وکړي نو زمری به هرومرو بريالی شی . اوس دغه پيښه مونږ کتلی نه شو چې زمری او ببر سره جنګ کوي خو د روم په زمان کی دغه شان نندارې ليدل کيږی چې پايله يی دا وه زمری ماتی وخوړله .