<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-11 20:05:12    
يو لړ خوندوری سندری

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د هانکانګ او تايوان يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠

په دی وروستيو ورځو کی د هانکانګ سندرغاړی ليانګ يونګ چی نوی البوم خپور کړی چی نوم يی د ځان لپاره ليکل شوې مينواله سندره ده ٠ تاسو همدا اوس دغه سندره واوريده، دغه البوم د لی سی سونګ، جو جی لون او چن جن چوان په ګډون د مشهورو سندرو جوړونکو له خوا جوړ او په لسو سندرو کی د مينی څو کيسی بيان شوې دی ٠ اوس به مونږ په ګډه په دغه البوم کی يوه بله سندره واورو چی نوم يی دی له غمونو څخه ډکه مينه او په دغه سندره کې هغه هلک ترسيميږی چې د مينې په لوبه کې مايوس شوی دی .

٤ کلونه مخکی د تايوان سندرغاړې اسانګ د ونې پاڼې په نامه د يوې سندری په ويلو سره ډير شهرت وموند ، د دې ځانګړی غږ پر اوريدونکو ژوره اغيزه کوی٠ په دغه سندره کی د ښاري ځوانانو د يوازيتوب احساسات څرګنديږي . اوس به مونږ په ګډه دغه سندره واورو ٠ د سندری شعر دا دی:

يوازی ډوډۍ خورم او سفر کوم

کله دلته ځم کله هلته

يوازی کتاب لولم او خط ليکم

له ځانه خبرې کوم

نه پوهيږم چی زړه مې چيرته الوزی

زما په اند نه يوازی ته می له لاسه ورکړی

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!