<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-11 20:13:02    
د فلسطين او اسراييلو په شخړه کې د سره صليب د نړيوالې ټولنې هڅه

cri

د اردن سيند په لويديځه غاړه رام لله ښارکې د اړينو درملونو د کمښت له امله د جراحۍ عمليات نه شوای اجرا کيدای ، د اردن درې ته نژدی په يوه کلي کې د کرنيزو ځمکو د سپيرې له امله اته سوه کورنۍ د ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ کيدې ، د غزې په جنوب د شوکا په نامه يو کلي کې ودانۍ تير کال د اسراييلي پوځ د بمبارۍ له امله ويجاړې شوې او کليوالو خپل کورونه پريښودل او بهر ته لاړل . خو کله چې د سره صليب په نښه موټرونه چې له درملو ، خواړو ، نل ليکونو او داسي نورو مالونو څخه ډک و ، بيلا بيلو ځايونو ته رارسيدلي چې له امله يي د ځايي وګړيو په مخونو کې خندا ښکاريده .

په نولس سوه او اوه شپيتم کال کې د منځني ختيځ له دريمې جګړې راهيسې د سره صليب نړيواله ټولنه تل په اسراييلو ، نيول شويو فلسطيني ځمکه او د فلسطين په خپلواکه سيمه کې کار کوي . په تيرو څلويښتو کلونو کې نوموړې ټولنې دواړو خواوو ته بلنه ورکړه چې په جدي توګه د بشر د نړيوال تړون مادې مراعات وکړي ، دغه راز له فلسطينيانو سره يي ډول ډول مرسته کړې او کوي يي . د بيلګې په توګه د تير کال له جون مياشتې راهيسې په غزه کې د شخړې د شدت له امله د غزې اوسيدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ، نو د سره صليب ټولنې د طبي تجهيزاتو د برابرولو ، طبي کارکوونکو ليږدولو او نورو اړينو توکيو د ورکولو په شمول خپله مرسته نوره هم زياته کړې ده . دغه راز نوموړې ټولنې د غزې په جنوب خان يونيس او فراه کې د کب نيونکو لپاره بيړۍ ترميمې کړې او بي کوره کسانو ته يي د اوسيدو نوي ځايونه جوړ کړي دي .د سره صليب د نړيوالې ټولنې له خوا د

برابر شوي تازه راپور له مخې د اردن سيند په لويديځه غاړه يو شمير ښارونو کې د فلسطينيانو د اداره کولو حده زياته شوې ده يعنې ځايي وګړيو ته اجازه شته چې د سوداګرۍ له امله او يا له شخصي اړتيا سره سم په ازاده توګه له دغو ښارونو څخه وزي يا ننوزي

په اسراييلو او فلسطين کې د نورو نړيوالو سازمانونو په شان د سره صليب نړيواله ټولنه ډير ښه حيثيت لری او مرستې يي د اسراييلو او فلسطين ډير باور او اعتماد تر لاسه کړی دی . علت يي څه دی ؟ لکه څنګه چې په بيت المقدس کې د نوموړې ټولنې د استازيتوب وياند مونکو ويلی ځکه چې موږ هر وخت منځګړيتوب ساتو او عادلانه او عيني دريځ غوره کوو او د کومې يوې خوا ملاتړ نه کوو . تر اوسه پورې د ټولنې هيڅ غړی د وسلوالو فلسطينيانو او يا اسراييلي پوځ له ګواښ سره مخامخ نه دی شوی . نه يوازی د فلسطين له څو وسلوالو ډلو او واکمنې ادارې سره اړيکې ساتو بلکه له اسراييلي پوځ سره اړيکې مو هم ښې دي . مونکو زياته کړه کله چې موږ د اردن سيند په لويديځه غاړه ښارونو ته رسيدو ، د ځايي وګړيو لخوا تود هر کلی وويل شو . موږ دوی ته مرسته ورکوو ، احترام مو هم تر لاسه کړی دی .

په داسی حال کې چې اسراييليان له بشری بحران سره مخامخ وی ، د سره صليب د نړيوالې ټولنې له مرستې څخه ګټه هم اخيستی شی . ويل کيږی چې د غه ټولنه د خپلو عملياتو د پلی کولو په ترڅ کې د بشر د نړيوال قانون او د ژنيو د څلورم تړون مراعات کوی او د هيوادونو، ملتونو او قومونو ترمنځ کرکه او دښمنی يوې خوا ته پريږدي . د نوموړي وياند په وينا کولۍ شۍ چې له يوې خوا سره همدردی کوی ، خو ددې ترڅنګ بايد له بلې خوا سره عادلانه چلند وکړی . دغه عادلانه چلند د اړوندې مرستې ورکولو مانا لری .