<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-12 18:37:31    
ښوونکی وو که چن د سرحدی سيمو د ښوونې چارو لپاره خپل ټول ژوندوقف کړی و

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د تير کال په منی کی د چين د شينجيانګ د هان قوم ښوونکی وو که چن چې د پامير په لوړه غرنی سيمه کی يې د څلويښتو کلونو لپاره د ښوونې چارې ترسره کړی ، له دغې دنيا سره مخه ښه وکړه٠ په کاشغر او د قزلسو د قرغز قوم په خپلواکه لويه ولسوالۍ کی د اويغور، هان او قرغز قومونو ښوونکيو او زده کوونکيو په بېلا بېلو شکلونو سره خپله خواشينی څرګنده کړه او اوس د دغه زيارکښ ښوونکي ياد تل د دوی په زړونو کی پاتی دی٠ شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کی به تاسو ته د ښوونکی وو که چن د زړه رپوونکی ژوند په هکله يو راپور وړاندې کړو٠

وو که چن په ١٩٤١ کال کی د چين د شينجيانګ د کاشغر په سيمه کی زيږيدلی و او په اته کلنۍ کی د زده کړې لپاره د چين پلازمينې بيجينګ ته تللی و٠ لس کاله وروسته هغه په ابتکاری توګه د بيجينګ د الوتنې په پوهنځی کی د زده کړې فرصت پرېښود او د شينجيانګ په اوروموچی کی د ښوونکيو روزلو په لومړی پوهنځی کی شامل شو او اويغوری ژبه يې زده کړه ٠ له فارغيدو وروسته د پامير په غرنی سيمه کی يې د ښوونکی دنده پر غاړه واخيسته او د ملی لږکيو د ښوونې لپاره يې سخت کوششونه وکړل٠ د ده پخوانی زده کوونکی لی جن د هغه په يادونې سره وويل : ( غږ ) ٌ ښوونکی وو له خپل کار او زده کوونکيو سره ډيره مينه درلوده او په تودو احساساتو او دقت سره يې مونږ ته ښوونه کوله٠ مونږ نه يوازی له ښوونکی وو څخه پوهنه زده کړې، بلکه په اخلاقی ډول مو هم په ښه شان سره وروزل شوو٠ ٌ

د قزلسو د لويې خپلواکې ولسوالۍ د لومړی منځنی ښوونځی پخوانی مشر محمد حاجی له وو که چن سره يو ځای د څه پاسه لسو کلونو لپاره کار وکړ، ښوونکی وو هغه ته ډير ژور خاطرات پرې ايښی دی ٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ ښوونکی وو که چن د ملی لږکيو د ښوونې له چارو سره ډيره مينه درلوده، له زده کوونکيو سره يې ژور احساسات درلودل او د ښوونې په هکله د بډايو تجربو خاوند و ، نو د ښوونځی ټولو ښوونکيو او زده کوونکيو چې که د هان له قوم څخه وو يا د ملی لږکيو وروڼه ، د هغه ډير درناوی کاوه٠د ښوونې په ترڅ کې وو که چن د زده کوونکيو د احساساتو او ځانګړيتوبونو له مخی درسونه ورکول، د رخصتۍ په ورځو کی يې هم کله نا کله له زده کوونکيو سره مرستې کولې او له دوی سره يې د چين په ملی ژبه او اويغوری ژبه د خبرو تمرينونه کول٠ٌ

د تيرې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کی ښوونکی وو که چن د کاشغر د ښوونکيو روزنې په پوهنځی کی د ښوونکی په توګه وګمارل شو٠ مخکی له دی نه زياتو يونټونو له هغه څخه غوښتنه کړې وه چې په اداری څانګو کی کار وکړی، خو هغه و نه منله٠ ده خپلې ميرمنې ته وويل : د ده د ټول عمر هيله په سرحدی سيمو کی د ښوونې په چارو لاس پوری کول دی چې د ملی لږکيو لا زيات زده کوونکی د چين ملی ژبه زده کړی او د سرحدی سيمو د هان قوم زده کوونکی هم د ملی لږکيو له ژبو څخه استفاده وکړای شی٠ د وو که چن ميرمن لو باو جينګ د هغه په يادونې سره وويل : ( غږ ) ٌ په هغه وخت کی ما ده ته وويل : که ته د دغې لويې خپلواکی ولسوالۍ د حکومت د اړندې څانګې د مشرۍ دنده په غاړه واخلی، دا به زمونږ د اولادونو، ستا د وروڼو او خويندو او زما لپاره ګټور کار وی٠ خو هغه ما ته داسی ځواب راکړ چې د زده کوونکيو لپاره د خدمتونو ترسره کول زما هدف دی او نه غواړم چې يوازی د خپلې کورنۍ لپاره ځانګړې ګټې واخلم٠ زه به له تقاعد وروسته تا ته ښه پاملرنه وکړم٠ زما دومره زيات زده کوونکی به هم ستا پوښتنې وکړی٠ ٌ

په تيرو زياتو کلونو کی ښوونکی وو که چن د قزلسو د قرغز قوم د لويې خپلواکې ولسوالۍ د تاريخی او جغرافيايی تشريحاتوپه هکله د کتابونو ليکولو د دفتر او د لرغونی قديمی کتابونو د تنظميولو د دفتر لپاره هم زيات سندونه ژباړلې وو٠ حتی هغه له خپل وفات نه نيمه مياشت دمخه د قرغز قوم د حماسی کيسې ٌ ماناس ٌ د تنظيمولو په کار کی هم ګډون درلود٠ کارپوه هه جی هونګ چې د اوږدې مودې لپاره يې له ښوونکی وو که چن سره يو ځای کار کاوه، خبريال ته وويل : ( غږ ) ٌ د قرغز قوم حماسی کيسې ٌ ماناس ٌ او د اويغوری قوم ٌ دوولس مقامونه ٌ د ملی لږکيو کلتوری مرغلرې دي، خو دغه أثار د ملی لږکيو په ليک دودونو ليکل شوی او د دوی په ژبو ويل کيږی ٠ نو د هېواد نورو سيمو او نورو هېوادونو ته د دغه کلتوری مرغلرو د ورپيژندلو لپاره د هغو ژباړه په کار ده٠ ښوونکی وو که چن د دغو أثارو د ژباړولو په برخه کی زيات کوششونه کړی وو٠ ٌ

د افسوس ځای دا دی چې د دغو اثاروی ژباړل شوی کتابونه لا نه دی چاپ شوی، ښاغلی وو که چن له خپلو خپلوانو، زده کوونکيواو چارو سره مخه ښه وکړه، خو هغه به د تل لپاره د سرحدی سيمو د بېلا بېلو قومونو د وګړو په زړونو کی ژوندی وی٠

ګرانو اوريدونکو، تاسی همدااوس يو راپور واوريد چې عنوان يې و ښوونکی وو که چن د سرحدی سيمو د ښوونې چارو لپاره خپل ټول ژوندوقف کړی و٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړم چې ښوونکی وو که چن د چين په سرحدی سيمو کی د څو کلونو لپاره کار کړی و ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی د دغې پوښتنې سم ځواب راوليږئ٠ مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !