<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-12 18:37:50    
چين د بی وزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د واټن د کمولو لپاره کوشش کوي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د چين د اوسيدونکيو عايدات په چټکه زيات شوی دی .خو د خلکو د عايداتو د زياتوالی په همدی وخت کې په چين کی د بی وزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د واټن زياتوالی هم رامنځته شوی دی .په وروستيو کلونو کې د بی وزلۍ او شتمنۍ ترمنځ واټن د چين د بيلا بيلو ټولنو له خوا د پاملرنې وړ مسئله ده .اوس د چين حکومت د دغې مسئلې د حل لپاره کوشش کوي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغې مسئلې د حل په باب معلومات وړاندی کړو .

په چين کې د بزګرانو عايدات په ښارونو او علاقه داريو کې د اوسېدونکيو په پرتله لږ دی .د دغه واټن د کمولو لپاره د ٢٠٠٤ کال له پيل څخه د چين حکومت د کليوالو سيمو د سمسورتيا لپاره لازياتې پيسی لګولی او د غوره تخمونو او کرهڼيزو ماشينونو د پلورلو لپاره يی له بزګرانو سره مرسته کړې چې دوی تری ګټې تر لاسه کړي دي .د چين د جنوب لويديځ د سی چوان ولايت د سای پنګ کلی بزګر جو مينګ خبريال ته وويل له وروستيو کلونو راهيسی د حکومت په مرستې سره د دغه کلی د بزګرانو عايدات په پر له پسی توګه زيات شوی او د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې ده .

د صفر اعشاريه ديارلس هکتاره په مساحت د کب روزلو حوض لرم چې هر کال پنځه زره يوانه ګټه ترې اخلم ، دغه راز د صفر اعشاريه څلويښت هکتاره په پراخوالي له شولوڅخه هم داسې نغدي ګټه اخلم .

د جو مينګ په شان د چينی بزګرانو د ژوند سويه ګام په ګام لوړه شوه .د چين د شميرنې ادارې له مخی په ٢٠٠٦ کال کی د چين د هر بزګر کلنی عايدات ٣٥ زره او ٨٧ يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کی ١٠ برخه زيات شوي دي .

سربيره پردی د روان کال له پيل څخه د چين حکومت د اجباری پوهنې په پړاو کې د کليوالو زده کوونکيو د کتابونو پر لګښتونو سربيره نور لګښتونه له منځه وړلي دي او په راتلونکيو دريو کلونو کې به په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام مروج کړي چې له امله به يی د بزګرانو ورځنی لګښتونه کم شی .

په همدی وخت کې په ښارونو او علاقه داريو کی د چين حکومت له هغو کسانو سره چې عايدات يی لږ دی ،مرسته کړې او د مالياتو اخيستنې د معيار د بدلولو له لاری يی د اوسيدونکيو د عايداتو د ويشتلو په تنظيمولو لاس پوری کړی دی .

د هغو کسانو په مقابل کی چې عايدات يی زيات دی ،د چين حکومت او اړوندو ملکی موسسو د دوی د عايداتو د چټک زياتوالی د مخنيوی لپاره ځينی لازم تدبيرونه نيولی دي .د تير کال په می کی د چين ځينو بريښنا توليدونکو د خپلو کارکوونکيو د معاشونو د محدودولو لپاره خپلی نظريې څرګندی کړې .د دغو تدبيرونو په هکله د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې د اقتصادی څيړنې انستيتيوت ميرمن چن سن نيان وويل 

مونږ نه يوازی له هغو کسانو سره مرسته کوو چې لږ عايدات يی تر لاسه کړی دی ،بلکی د نورو هغو کسانو د معاشونو چټک زياتوالی مخنيوی کوو چې کلنی عايدات يی زيات دی .نو د دغو تدبيرونو له پلی کولو څخه څرګنديږي چې مونږ د عايداتو د ويشتلو نظام تنظم کوو.

که څه هم چين د بی وزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د واټن د ليری کولو لپاره زيات کوشش کړی او ښې پايلې يی تر لاسه کړې دي خو په چين کی اقتصادی او ټولنيز پرمختګ

لااوس هم نابرابر دی چې له امله د ښارونو او کليوالو سيمو ،بيلا بيلو سيمو او مختفلو صنايعو ترمنځ د معاشونو واټنونه لاهم موجود دی .د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر ماکی وويل  له نن څخه به مونږ له اقتصادی او قانونی لارو چارو د عايداتو د ويشتلو د تنظيمولو او د ټولنيز ضمانت د سيستم د بشپړولو لپاره هڅه وکړو او په ښارونو او علاقه داريو کی د بی وزليو کسانو د توليد او ژوند ستونزې حل کړو په تيره بيا په ښارونو کی له هغو کسانو سره چی عايدات يی لږ دی ،مرسته وکړو او په کليوالو سيمو کې د بی وزليو کسانو ملاتړ وکړو .