د چين د پوهنې پر تمليکی حق د تيري پېښو د شکايت په اړه د خدمتی کارونو غونډه د ٢٠٠٧ کال په فبروری کی د جه جيانګ ولايت په نينګ بو ښار کی تر سره شوه. د چين د پوهنې د تمليکی حق د ساتنې دفتر سرمنشی ميرمن شيانګ شين وويل د چين په ګوټ ګوټ کی پر دغه حق د تيري پېښو د شکايت په اړه خدمتی مرکزونه د جوړېدو په حال کی دی او د اړوندو ارګانونو تر منځ همغږی پياوړی کيږی چې د دغه حق د ساتنې چاری دوام وکړي.
په ٢٠٠٦ کال کی په چين کی پنځوس دغه شان مرکزونه جوړ شوی دی. ميرمن شيانګ شين وويل نوموړی مرکزونه به د پوهنې د تمليکی حق د ساتنې په ترڅ کی يو شمېر مسئلې حل کړي او په هېواد کی به د پوهنې تمليکی حق د ساتنې د معلوماتی کېدو لپاره د يوې زمينې برابرولو لپاره ګټور وي. هغې وويل دغه مرکزونه د قانون پلی کولو ادارو ته ښه خدمتونه برابرولی او د اړوندو ارګانونو تر منځ د معلوماتو تبادله پياوړې کولی شي. پر دې سربيره، دوی د پوهنې تمليکی حق د ساتنې په برخه کی د حکومت، حق لرونکی او ګڼ شمېر وګړيو د ګډون لپاره يوه نوی لار برابروی.
د معلوماتو له مخی، د دغو مرکزونو له جوړېدو راهيسی څه د پاسه زر شکايتونه تر لاسه شوي او د عامه امنيت او صنعت او سوداګرۍ په شمول قانون
پلی کولو ادارو د دغو شکايتونو له لارې ډېرې قضيې حل کړی دی.
پر دې سربيره، دغو مرکزونو د پوهنې د تمليکی حق لرونکيو او وګړيو ته د زياتې مشورې برابرې کړی دي. د بيلګې په توګه د شان دونګ په ولايت کی د دغو مرکزونو او ځينو عمده تصديو تر منځ په ټاکلی وخت کې د تبادلې نظام جوړ شوی چې د پوهنې د تمليکی حق د ادارې او ساتنې په ترڅ کی د ستونزو ليری کولو په اړه دغو تصديو ته مرستی برابرې کړي. د ګوانګ دونګ په ولايت کی دغه مرکزونه د وګړيو تر منځ د پوهنې د تمليکی حق په اړه د معلوماتو خپرولو لپاره له خبري رسنيو سره همکاری کوی.
د ميرمن شيانګ شين په وينا، حکومت به د دغه شان مرکزونو جوړونه پياوړی کړي. هغې وويل په راتلونکی کی به دغه خدمتی مرکزونه د ابتکاری چارو پرمختګ او اصلاحاتو او ورخلاصون ته خدمتونه برابر کړي.
د معلوماتو له مخې، په چين کی د پوهنې پر تمليکی حق د تيري په اړه د شکايت لپاره د دغو خدمتی مرکزونو جوړونه د نړيوالې ټولنې لخوا وستايل شوه. په وروستيو ورځو کی د امريکا، بريتانيا او جاپان په شمول هېوادونو چارواکيو او د تصديو استازيو د پوهنې د تمليکی حق د ساتنې د لارو چارو او تجربو په اړه د ګوانګ دونګ او بېجينګ په شمول د اوو ولايتونو او ښارونو د دغو مرکزونو له کارکوونکيو سره د نظريو تبادله وکړه. د ٢٠٠٦ کال په نومبر کی د جيانګ سو او ګوانګ دونګ ولايتونو خدمتی مرکزونو د چين او اروپا د سوداګرۍ له هغې شورا سره د همکارۍ د تفاهم يادښت لاسليک کړ چې د چين او اروپا ترمنځ په سوداګرۍ کی د همغږۍ مهم رول لوبوی.