د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د افغانستان په لويديځ د فراه په ولايت کې د مارچ په دوولسمه نيټه د يوې لارې پر غاړه يوه بمي چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې نهه تنه پوليس ووژل شول .
د دغه هيواد د خبري رسنيو له مخې دغه چاودنه د فراه ولايت د باکوا په سيمه کې وشوه چې د سيمه ايزو پوليسو د يو مشر په شمول نهه تنه په کې ووژل شول او د پوليسو يو موټر ويجاړ شو . تر اوسه هيچا يا ډلی د دغې پيښی پړه پر غاړه نه ده اخيستې .