په اتن کې د اولمپيک له سپورتي لوبو مخکی د فوټبال د اسيايی اتلولی منځني پړاو په سيالي کې د عراق لوبډلې د دريو په مقابل کې په صفر سره د چينی لوبډلې له خوا ما ته وخوړه . خو له يوې مياشتې وروسته په اتن کې د عراق د فوټبال لوبډلې د خپلو کوښښونو له لارې په نيمه پايلونه کې ګډون وکړ . که څه هم په دغه سيالی کې د عراق لوبډلې د يو په مقابل کې په صفر سره د ايتاليا د لوبډلې له خوا ما ته وخوړه او د څلورم ځای په نيوله سره يی هيڅ مډال تر لاسه نه کړ ، خو عراقيان بيا هم د دغې پايلې له امله خوشحاله وو .
د روسيی د جمناستيک مشهورې لوبغاړې خورکينا
د پنځه ويشت کلنۍ عمر د جمناستيک د لوبغاړيو لپاره لوی عمر دی . د اتن د اولمپيک د سپورتي لوبو په مهال د روسيی د جمناستيک لوبغاړې خورکينا هم پنځه ويشت کلنه وه . خورکينا د لوړې متوازي په سياليو کې لوی لاس لری چې پخوا يی دوه ځله د اولمپيک د سپورتي لوبو په دغو سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړي وو او پنځه ځله يی د جمناستيک د نړيوالو اتلوليو په دغو سياليو کې لومړی جايزې ګټلی وې . خو په اتن کې خورکينا د لوړې متوازي په سياليو کې د يوې تېرو تنې له امله ماتي وخوړه . له دې وروسته خورکينا اعلان وکړ چې د خپل جمناستيک ژوند پای ته ورسوی .
د اتن د اولمپيک د سپورتي لوبو په مهال کې د ترانسپورت حالت ډېر ښه و .
په ١٩٩٦ کال کې د امريکاپه اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په مهال خلکو له ترانسپورتي مسئلې څخه سکايت کاوه او د نړۍ بېلا بېلو خبري رسنيو يی په بېلا بېل ډول غندنه وکړه . نو اتن د اولمپيک د سپورتي لوبو د تياری په وخت کې دغه شان سقونزو په تېره بيا ترانسپورتي مسئلې ته پاملرنه وکړه . په اتن کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په وخت کې د اولمپيک کميټې په ځانګړي توګه د لوبغاړيو او خبريالانو ته د سپرلۍ څه دپاسه زر بسونه برابر کړل ، بر سيره پردی يی د اولمپيک د موټرونو لپاره يوه ځانګړی لاره پرانستله.
په ٢٠٠٨ کال کې به د اولمپيک سپورتي لوبې په بېجينګ کې تر سره شی .
په اتن کې د اولمپيک شپاړس ورځنۍ سپورتي لوبې په بريالی توګه پای ته ورسيدې او د پای ته رسيدلو په مراسمو کې د يونان او چين بيرغ والان په ګډه د بېلا بېلو ډلو تر مخ روان وو . د المپيک د نړيوالې کميټې مشر روګ د اتن له ښاروالې څخه د اولمپيک بيرغ واخيست او د بېجينګ د ښاروال وانګ جي شان ته يی ورکړ . له دې وروسته روګ نړۍ ته بلنه ورکړه چې په ٢٠٠٨ کال کې په بېجينګ کې راغونډ شي .
د چين ننداره
په اتن کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د پای په مراسمو کې د بېجينګ ښار نندارې يوازی اته دقيقې دوام وکړ . که څه هم وخت يی ډېر لنډ و ، خو د چين هنرمندانو په خپله ننداره کې نه يوازی د چين د پنځه زره کلونو کلتور ښکاره کړ ، بلکې د چين ښه پرمختګ يی هم څرګند کړ .