<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-13 16:12:59    
د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې غړې وی هونګ

cri

درنو اوريدونکو ، السلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټۍ د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری را سره پاتی شئ . د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس په ملی کميټې کې ډېرې ښځينه غړي مهم رول لوبوی او د يون نان ولايت د سي ماو ښار د وا قوم غړې وی هونګ له دوی څخه يوه مېرمن ده . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د وی هونګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم

ګرانو اوريدونکو ، دغه په زړه پوری سندره چې تاسی يی اوس اورئ،د مېرمن وی هونګ له خوا ويل شوې . وی هونګ په چين کې د وا قوم لومړنی ولسواله ده . کله چې په ٢٠٠٣ کال کې د چين د لسم ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې د غړي په توګه وټاکل شوه . ډېره خوشحاله وه او سمدلاسه يی د وړانديزونو لپاره تياری ونيوله او د څو مياشتو په اوږدو کې يی د سياست ، اقتصاد ، ښوونې ، د نشه يی توکيو پر ضد د مبارزې ، ترانسپورت په ساحو کې په لس ګونه وړانديزونه د دغې کميټې کلنۍ غونډې ته وړاندی کړل . خو د تجربو د نه شتوالي له امله يی ځينی وړانديزونه د نا بشپړتيا له مخې بېرته د وی هونګ لاس ته ستانه شول . له دې وروسته وی هونګ په دې پوه شوه چې څنګه په ښه توګه د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې د غړي په توګه خپله دنده تر سره کړی او د وړانديزونو کيفيت لوړ کړی .

د چين د يون نان ولايت له ويتنام ، ميانمار او لاوس سره پوله لري او د

چين د جنوب لويديځی سيمې د يوې دروازې په توګه ګڼل کيږی . سی ماو ښار د يون نان ولايت په لويديځه سيمه کې پروت دی او د نشه يی توکيو مسئلې په اوږده موده کې د دغه ښار امنيت ته ګواښ کړی دی . په ٢٠٠٣ کال کې وی هونګ د مرکزي حکومت له خوا د يون نان په ولايت کې د نشه يی توکيو پر ضد له مبارزې څخه د لا زيات ملاتړ په اړه وړانديز وکړ چې د چين د دولتی شورا پاملرنه يی راجلب کړه او له دې وروسته د چين د نشه يی توکيو پر ضد ملی کميټې په سی ماو ښار کې د مخدره موادو له اعتياد څخه د خلکو د خلاصون لپاره مرکز جوړولو ته زياتې پيسی برابرې کړې . د وی هونګ په اند ، يون نان بايد د نشه يی توکيو پر ضد مبارزه کې د يوې مهمې سيمې په توګه د نشه يی توکيو په اړه د جرمونو پر ضد مبارزې او د ټول هېواد د خلکو د روغتيا د تامينولو لپاره کوښښ وکړي . نو په روانه غونډه کې دې د نشه يی توکيو پر ضد مبارزې په اړه يو وړانديز وکړ او پکې يی ويلی چې بايد له ريښی څخه د نشه يی توکيو د کرنی او توليد سرچينه له منځه يووړل شی او له ګاونډيو هېوادونو سره د کوکنارو بوټيو پر ځای د نورو زراعتی کښتونو د کرلو لپاره مرسته شي . دې وويل :

که نشه يی توکي له منځه يو نه وړل شی ، زمونږ ټولنه به ثابته نه وی او د خلکو روغتيا به تامين نه شی . نو زه په پرله پسی توګه د نشه يی توکيو پر ضد د مبارزې په اړه وړانديز وړاندی کوم او هيله لرم چې دغه مسئله په پوره توګه حل شی .

د نشه يی توکيو په له منځه وړلو سر بيره ميرمن وی هونګ د ملی لږکيو د استازي په توګه د ملی لږکيو د سيمو پرمختګ ته هم ډېره پاملرنه کوی . نو روان کال دې د ملی لږکيو د سيمو د پرمختګ په اړه هم يو وړانديز وکړ . د وی هونګ په اند ، د ملی لږکيو سيمې بايد دولتی تګلاره له خپل واقعيی حالت سره يو ځای کړی

او له ځپلو واقعيتونو سره سم ، خپل پرمختيايی پلان جوړ کړي . وی هونګ د سی ماو ښار د پرمختګ بېلګه څرګنده کړه : سی ماو د پو ار په نامه د مشهور چای د توليد او پلورنې مرکز دی . نو د سی ماو ښاری حکومت د پو ار چای توليد د دغه ښار د اقتصاد د پرمختګ اصلی ځواک ګڼې او ورته ډېره پاملرنه کوي . په تېرو څو کلونو کې د دغه چای د توليدی چارو د پرمختګ له امله ، په سی ماو کې د خلکو کلنی عايدات په منځنی توګه دوه سوه يوانه زيات شوي دي . دې وويل 

د چين د لويديځی سيمې د ستری ابادۍ په اړه تګلارې زمونږ د ملی لږکيو د سيمو د پرمختګ لپاره ښه فرصت برابروی . هېواد په دغو سيمو کې لا زياته پانګو نه کړې ده . د صدراعظم وين جيا باو په کاري راپور کې ويل شوی چې روان کال به مرکزي حکومت د تېر کال په پرتله په لويديځو سيمو کې لا زياته پانګونه وکړي چې ولګوی او دا به يو ډېر ښه فرصت وی .

د ملی لږکيو د سيمې د ښځينه چارواکي په توګه وی هونګ په تېرو زياتو کلونو کې تل د خلکو ژوند ته پاملرنه کړې او د خلکو د لا ښه ژوند لپاره يی کوښښونه کړي دی .