د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د مارچ په ١٣مه نيټه وويل دغه هيواد هيله لری چې له هند سره د کشمير وګړيو د هيلو له مخې د دغې سيمی د شخړی په شمول ټولې خپل منځی لانجې حل کړي .
نوموړي دغه څرګندونې د هند د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال شيف شانګقر مينون سره د کتنې په ترڅ کې وکړې . دواړو هيوادونو په همدې ورځ په اسلام أباد کې د سوله ايزو خبرو اترو نوی پړاو پيل کړ او د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير مرستيال رياض محمد خان له شيف شانګقر مينون سره د کشمير او سيمه ايزې سولی او امنيت په ګډون د ځينو مسئلو په هکله دوه ورځنی خبرې اترې وکړې .