<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-14 18:59:09    
په چين کې د کليوالو ماشومانو د اجباری زده کړې حق ساتل کيږي

cri

د روان کال د پسرلي د زده کړې له پيل څخه د چين په کليوالو سيمو کې له درسی ميزونو او نورو تحهيزاتو څخه د استفادی لپاره د هغو زده کوونکيو ورځنی لګښت ټول لغوه کيږي چې د نهو کلونو په اجباری زده کړې کې برخمن دی . په همدې مهال د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنۍ نوبتې غونډې کې هم په دې اړه معلومات خپور شوی چې په راتلونکی کې به په ښوونيزو چارو کې د هيواد پانګونه د کليوالو سيمو په اجباری زده کړه کې زيات وکارول شي چې ټول کليوال ماشومان په ښوونځيو کې زده کړه وکړی شي .

ميرمن وانګ شياو جينګ د چين د ختيځ د شان دونګ ولايت په يو وروسته پاتې کلي کې اوسيږي او د دې زوی په سيمه ايز لومړنی ښوونځی کې روزل کيږي . د زده کړې په نوې موده کې ميرمن وانګ په خوشحالۍ سره وويل د روان کال له پسرلي څخه زموږ د کلي په ښوونځيو کې د د زده کوونکيو دغه ورځنی لګښت لغوه شوی او د پخوا په پرتله هر کال دوه سوه يوانه کم ورکول کېږي چې له مخې يې زموږ د کورنيو لپاره زيات بار کمېدی شي . په سپمول شويو پيسو د ماشومانو د بدنی روزنې لپاره سامان ألات او کتابونه اخيستېدی شي .

تر اوسه پوری د چين په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې په پروګرام کې د برخمنو زده کوونکو د زده کړې زده کوونکيو د ورځنی لګښت لغولو کولو ژمنه پوره شوې چې په ټول هيواد کې يو سل او پنځوس مليونه کليوال ماشومان ترې ګټه اخلي .

په واقعت کې چين په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې د ښوونې په موده کې يو وړيا ميکانيزم غوره کوی ، خو پخوا زده کوونکيو لا هم ښوونځيو ته له درسی ميزونو او نورو تحهيزاتو څخه د استفادی لپاره لږ ورځنی لګښت او د درسی کتابونو او کتابچو لګښتونه ورکول . دغه لګښتونه عمومی اندازه يو يا دوه سوه يوانو ته رسېدلی چې د ځينو بی وزلو کورنيو لپاره يو دروند بار دی ، حتی ځينې کورنۍ بايد د اولادونو د زده کړې لپاره پور واخلي يا په ښوونځيو کې له روزنې څخه لاس په سر شي .

په دې هکله تير کال چين د لويديځو سيمو په کليو کې د اجباری زده کړې په موده کې د زده کوونکيو ورځنی لګښت لغوه کړي او روان کال يې دغه تدبير په ټولو کليوالو سيمو کې غوره کړی دی . د چين د ښوونې وزير جو جي خبريالانو ته وويل کليوال کورونه له دغه تدبير څخه ريښتنې ګټه اخيستلای شي .

د دې تر څنګ د بی وزلو کورنيو د ماشومانو لپاره به حکومت په وړيا توګه درسی کتابونه برابر کړي او د هغو زده کوونکو له ژوند سره هم مرسته وکړي چې په ښوونځيو کې اوسيږي . د لومړی شميرنې له مخې له تير کال راهيسی څه نا څه دوه لکه ماشومان چې ښوونځيو ته نه تلل ، بير ته ښوونځيو ته ستانه شوي دي .

خو په چين کې د ښارونو او کليوالو سيمو تر منځ توپيرونه شته ، نو دا کومه اسانه خبره نه ده چې هر کس په عادلانه توګه ښه وروزل شي . د ښوونيزو تاسيساتو وروسته پاتی والی ، د ښوونځيو د اړينو پيسو او د ښوونکيو شمير کموالی ټول په کليوالو سيمو کې موجود دي . د چين د ملی ولسی کانګرس استازې او د چين د منځنۍ برخې د هو بي ولايت د ليری سيمی د يو ښوونځی مشرې ميرمن وانګ يو عه د خپل ښوونځی د ښوونيزو شرايطو په هکله ناخوښې څرګنده کړه . د دې انديښنی د حکومت له خوا مثبت ځوابونه تر لاسه کړي دي . د چين صدراعظم وين جيا باو د ملی ولسی کانګرس په کلنۍ نوبتې غونډه کې په کاری راپور کې وويل د کليوالو سيمو په اجباری زده کړه کې به زياته پانګونه وشي چې ټول ماشومان په ښه توګه روزل شي .

د چين حکومت به د کليوالو سيمو د ښوونې حالتو ته ډيره پاملرنه وکړي ، نو په نژدی راتلونکی کې به په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې په برخه کې ستر بدلون رامنځته شي . د ښارونو د زده کوونکيو په شان به کليوال زده کوونکی هم کمپيوترونه وکاروي او سپورتی سامان ألات به ولري .