<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-14 18:44:49    
د اسلامي کلتور د پرمختيا له پاره د امام حاجي حلال الدين د ښاغلي چن ګوان يوان ستر خدمتونه

cri

چين د ډيرو قومونو لرونکيو يو ستر هيواد دي او د لږکيو د عقيدو او دود دستورونو درناوي او ساتنه کيږي ٠ همداشان د چين حکومت او د ټولنې د بيلا بيلو محافل د خپلو ځانګړو کلتورونو د پراختيا له پاره لږکيو ته ډيرې اسانتياوې برابروي ٠ په دي هکله دا چي د چين دولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې غړي او د چين د اسلامي ټولنې مشر امام حاجي هالال الدين ښاغلي چن ګوان يوان په خپل لاس په عربي ژبه قرأن مجيد ليکلي ، يو وتلي مثال ګڼل کيږي ٠

ټولو ته معلومه ده چې قرأن مجيد د اسلامي دين بنسټيز کتاب دي چې ديرش ټوکونه او لغتونه يي دريو لکو ته رسيدلي دي ٠ خو دحيرانتيا وړ خبره دا ده چې نژدي اويا کلن امام حاجي هالال الدين ښاغلي چن ګوان يوان يو داسي ستر کار ترسره کړي دي چي په خپل لاس په عربي ژبه يي قرأن مجيد ليکلي او دغه ليکنه بيا د نورو له خوا د چين د تاي شان مشهور جګ غره پر بنسټيزو ډبرو باندې دحکاکي له پاره برابره شوي ده ٠ د دغه حالت د يادولو په وخت کې ښاغلي چن ګوان يوان زمونږ خبريال ته وويل چي په خپل لاس د قرأن مجيد د ليکنې لامل د هوي قوم د يومسلمان زلمي وړانديز و چې زه په لاسونو قرأن مجيد وليکم او بيا به دي دده دغه ليکنه پر ډبرو باندې حکاکي کړي ٠ که څه هم زه په کارونو کې ډير بوخت يم ، خو زما په أند دغه کار يو ډير

مهم او سپيڅلي کار دي او د اسلامي کلتور د پراختيا له پاره ډير ارزښت لري ٠ نو دغه کار مي منلي دي ٠

دغه ليکنه د نژدي پنځو کلونو په اوږدو کې يعني له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پوري بشپړه شوې ده٠ د بيجينګ د دونګ سه جومات مشر ښاغلي مان هنګ فا زمونږ خبريال ته وويل چې په څه د پاسه څلورو کلونو کې د ښاغلي چن ګوان يوان له پاره د کال په څلور فصلونو کې د روخصتيو، سړې يا تودې هوا په مهال تل تر تله په يوه زړه په ليکنه بوخت و ٠ د خلکو له پاره د نا قابل تصور خبره دا ده چې د دغه کار د ترسره کولو له پاره دغه نژدي اويا کلن سپين ږيري څومره کړاونه زغملي او کوششونه کړي دي ٠ ويل کيږي چې ښاغلي چن ګوان يوان له قرأن مجيد سره په ژوره مينه او ټينګ هوډ سره په لاس دغه ليکنه بشپړه کړې ده ٠ د دغه ليکنې د حکاکي کار د يادولو په وخت کې ښاغلي چن ګوان يوان په احساساتي توګه زمونږ خبريال ته وويل چې د دغې ډبرينې حکاکۍ رسمي ننداره به ستره اغيزه ولري ٠ د قرأن مجيد ډبرينه حکاکۍ نه يوازي په چين کې بلکې په نړۍ کې هم نه شته ٠ له دغې ډبرينې حکاکۍ څخه څرګنديږي چې چين د اسلامي کلتور د پراختيا له پاره ستر خدمتونه تر سره کړي دي ٠ هغه دا هم وويل چې دغه ډبرينه حکاکۍ د نورو هيوادونو د مسلمانانو زياته پاملرنه هم راجلب کړې ده ٠ ځکه په عربي او اسلامي هيوادونو کې تر اوسه د قرأن مجيد دغه ډول ډبرينه حکاکۍ نه شته ، له دي څخه هم څرګنده شوې چې په چين کې مذهبي تګلارې او د مسلمانانو د ژوند بيلا بيل چاپريال ډير ښه دي ٠ هغه وويل چې زما په أند پر ډبرو باندې د قرأن مجيد حکاکي کول زما په ټول عمر کې تر ټولو نه يو ډاډمن کار او ډير ارزښناک خدمت

ګڼل کيږي ٠ مشر ښاغلي مان وويل چې تر اوسه پوري شپيته نوموړي ډبرينه حکاکۍ بشپړه شوي او اوس د دونګ سه په جومات کې د جومات زيرمتون په توګه ساتل شوي دي چې له امله يي دغه جومات نه يوازي د بيجينګ مذهبي ځاي دي بلکې د ټول هيواد د اسلامي کلتور مرکز هم ګرځيدلي دي ٠

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي ښاغلي ليو سيو چن چې له امام حاجي هالال الدين ښاغلي چن ګوان سوان سره څه د پاسه شل کاله اشنايي لري ، خبريال ته وويل چې د قرأن مجيد لاسي ليکنه يو ستر کار دي او د سوسياليزم او همغږې ټولنې د ابادولو په هکله د مذهبي محافلو په پرمختګ کې مثبت رول لوبوي ٠ هغه وويل چې د دغه کار له لارې نه يوازي اسلامي کلتور پراخ شوي بلکې له دي څخه هم څرګنده شوې چې زمونږ ګوند قومي او مذهبي چارو ته ډيره پاملرنه کوي ٠