<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-14 18:48:18    
د 863په نامه پلان د چين د لوړو تکنولوژيو د پرمختګ خوځنده ځواک دی

cri

863 اته شپږ درې ساده شميرنې نه دي ، بلکې د لوړو تکنولوژيو د پرمختيايي پلان نوم دی چې د نولس سوه او شپږاتيايم کال د مارچ په مياشت کې پيل شو او د دغه پلان په رڼا کې په تيرو شلو کلونو کې د لوړو تکنولوژيو د څيړنې په هکله د چين کچه او توان لوړ شوی او له پرمختلليو هيوادونو سره خپل واټن يي لنډ شوی دی .

د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د معلوماتي او بيالوژيکي تکنولوژۍ په مرکزيت د تکنولوژيو نوی پاڅون په نړۍ کې رامنځته شو او د لوړو تکنولوژيو صنعت د هيوادونو ترمنځ د سيالۍ يو عمده ډګر وګرځيد . په داسی حال کې د چين حکومت د نولس سوه او شپږ اتيايم کال کې نوموړی پلان طرح او پلی کړی چې د بيالوژۍ ، فضا ته د الوتنې ، معلوماتو ، لايزر ، اتوماتيک کنترول ، انرژۍ ، نوی توکې او د سمندرونو په اړه د تکنولوژۍ په شمول اته تخنيکي ساحې پکي شاملې وې . د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزير شو ګوان هوا وويل ددغه پلان د پلی کولو له شلو کلونو راهيسې چين يو شمير حساسې تکنولوژۍ خپلې کړي ،اتيا زره امتيازونه يي ترلاسه کړي او يو زر او اته سوه دولتي او کسبی معيارونه يي ټاکلي دي .

په تيرو شلو کلونو کې چين د دغه پلان د پلی کولو لپاره درې ديرش ميليارده يوانه پيسې لګولي او يو لک او پنځوس زره تنه علمي کارکوونکو پکې ګډون وکړ چې په پايله کې يي د نويو تکنولوژيو د اختراع ، د دولتي ځواکونو د لوړوالي او د ملي عزت او باور د پياوړيتيا لپاره مهم رول ولوباوه .

شک نشته چې دغه پلان د ولسي جمهوريت له جوړيدو راهيسې تر ٍټولو لوی علمی پلان دی او ستر برياليتوبونه يي ګټلي دي . د بيلګې په توګه د افق په نامه عصری

کمپيوتر جوړ شو چې دا د کمپيوتر په څيړنيزه ساحه کې ستر برياليتوب ګڼل کيږي . د نوموړې کمپيوتر لومړنی طرح کوونکی سون نين حوی وويل چې د تيرې پيړۍ په نوهمه لسيزه کې د اته شپږ درې پلان په رڼا کې د افق په نامه عالي کمپيوتر جوړ شو او ورپسې په هر څو کلونو کې په چين کې نوی ډول کمپيوتر اختراع شو او د حساب سرعت يي په ثانيه کې له دوه ميليارده پنځه سوه مليونه ، سل ميليارده ، څلور سوه ميليارده ځلو څخه زر ميليارده ځلو ته چټک شوی دی .

اوس دا ډول کمپيوتر يوازی په امريکا ، جاپان او چين دريو هيوادونو کې توليديږي ، هيله ده چې سږ کال داسی کمپيوتر په چين کې جوړ شي چې په ثانيه کې لس زره ميليارده ځله حساب کيږي . ددې تر څنګ دغه ډول کمپيوتر د چين د دولتي ګريد د جوړولو په پروژه کې هم کارول شوی دی چې د اته شپږ درې په نامه پلان کې هم شامله ده . په لنډ ډول ويل کيږي ګريد د انترنيت د نوې تکنولوژۍ استازيتوب کوی چې د کمپيوتر له کلکې زيرمې سره په يو ځايښت له ډول ډول زيرمو څخه ګټه اخيستل کيږي . اوس د چين دولتي ګريد په بيجينګ ، شانګهاي اوهانکانګ کې اته ارتباطی مرکزونه جوړ کړي دي چې جيالوژيکی څيړنې ، د الوتکو جوړونې ، هواپيژندنې ، ځنګلدارۍ ، ښوونې او ښاري ترافيک پکې شامل دي .

برسيره پردې د اته شپږ درې پلان د پلی کولو له برکته زياته اندازه استعداد لرونکي کارکوونکي او ډلې روزل شوي چې دوی د معلوماتي تکنولوژۍ او نوروصنعتي چارو د پرمختيا او د هيواد د ټولنيز پرمختګ د چټکتيا لپاره سترخدمتونه ترسره کړيدي .

له شلو کلونو راپدې خوا د چين بيالوژيکي تکنولوژۍ د چټک پرمختګ په لور

رهی ده او په دې هکله نوی صنعت رامنځته شو . اوس ددغه صنعت کلنی توليدي ارزښت درې سوه شپيته ميليارده يوانو ته رسيدلی دی . د يادونې وړ خبره دا ده چې د چين ساينس پوهانو د انسان جين په نړيواله څيړه کې برخه اخيستې او په سلو کې يوه برخه څيړنه يي ترسره کړې ده . د چين څيړونکي يو جيون وويل د وينو فشار لوړوالی ، د قند ناروغۍ ، د تی سرطان او نورې زياتې ناروغۍ له جين سره تړاو لری . که هر تن خپل جين معلوم کړی ، نو په ټول عمر کې به په کومو ناروغيو د اخته کيدو خطر وپيژنی چې له امله به يي د خپلو راتلونکيو ناروغيو د وقايې او مخنيوي اغيزمن کوشش وکړی شي .

د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزير شو ګوان هوا وويل د پنځو کلونو له کوششونو وروسته به موږ داسې هدفونه ترسره کړو: يو لړ ارزښتناک برياليتوبونه به ترلاسه کړو چې پکې سل ډولونه به د نړۍ پرمختللې کچې ته ورسيږي ، يوه اندازه حساسې تکنولوژۍ به خپلې کړو ، د سرچينو کارولو انډول به لوړ کړو او باور دی چې د چين د لوړو تکنولوژيو پرمختګ به د اته شپږ درې پلان په رڼا کې نورهم چټک پرمختګ ومومی .