<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-15 09:47:18    
د بهرنيو چارو وزيرانو د مرستيالانو په کچه د پاکستان او هند تر منځ د څلورمی دوری سوله ايزې خبرې اترې پای ته ورسيدې

cri

د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د بهرنيو چارو وزيرانو د مرستيالانو په کچه د پاکستان او هند تر منځ د څلورمی دورې سوله ايزې خبرې اترې د مارچ په ١٤مه نيټه په اسلام أباد کې پای ته ورسيدې چې د دواړو هيوادونو تر منځ د څلورمی دوری د سوله ايزو خبرو اترو بهير د پيل څرګندونه کوي .

د پاکستان او هند د بهرنيو چارو وزيرانو مرستيالانو رياض محمد خان او شيوشانکار مينون له خبرو اترو وروسته وويل دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د کشمير مسئلی په هکله يو د بل د باور لپاره د هغو تدبيرونو پلی کول تامين کړي چې مخکې يې دواړو هيوادونو ژمنه کړې وه او د پاکستانی او هندی کشمير تر منځ د لويو باروړونکيو موټرونو تګر اتګ پيل شي . دوی له دې سره هم موافقه وکړه چې د دواړو هيوادونو د دفاع وزيرانو مرستيالان به په نژدی راتلونکی کې د سياچين يخچال د مسئلی په هکله خبرې اترې وکړي .