<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-15 10:07:31    
د افغانستان په ختيځ کې د يوې ځان مرګی چاودنې له امله ٣٧ تنه ووژل او ټپيان شول

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې : د مارچ په ١٤مه نيټه له غرمی وروسته د افغانستان په ختيځ د خوست ولايت په مرکز خوست ښار کې يوه ځان مرګی چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې شپږ عام وګړي ووژل او ٣١ تنه نور ټپيان شول .

يو ځان مرګ بريدونکی د پوليسو د يو موټر د تيرېدو په مهال خپل بم وچاوه . تر اوسه هيچا او يا کومې ډلی د دغې پيښی پړه پر غاړه نه ده اخيستی ، خو د افغان پوليسو په وينا ښايی چې وسله والو د طالبانو له خوا تر سره شوې وي .

طالبانو په وروستې موده کې څو څو ځله ويلي چې د دوه زره ځان مرګيو بريدونکيو په شمول به شاو خوا لس زره طالبان په پسرلي کې پراخ بريدونه عمليات تر سره کړي .