د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د هوايی تکنولوژۍ د صادراتو او وارداتو عمومی شرکت د مارچ په ١٤ نېټه وويل: د ٌ سياو لونګ ٌ جی ايف _ ١٧ په نامه دوه هغې الوتکې چې د چين او پاکستان د ګډې څيړنې په ترڅ کی جوړې شوې ، د مارچ په لومړی لسيزه کی پاکستان ته لېږدول شوې او د دغه هېواد هوايی پوځ ته سپارل شوې دي ٠
د دواړو خواوو د ټاکل شوی پلان له مخی به دغې دوه الوتکې د مارچ په ٢٣ نېټه د پاکستان په ملی جشن کی د الوتنې په ننداره کی ګډون وکړی٠
د ٌ سياو لونګ ٌ جی ايف _ ١٧ الوتکه يو ډول داسی سپکه جنګی الوتکه ده چې د چين او پاکستان په ګډه پانګونه څيړل شوې او جوړه شوې او زيات رول لوبولای شی٠ د دغه ډول الوتکو څيړل او جوړول د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ يو مهم پروګرام دی ٠