<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-15 18:24:23    
د سان شينګ دوی په نامه د تاريخی ځای معما

cri
په نننی پروګرام کې به تاسو ته د سی چوان ولايت د سيلانۍ په هکله د معلوماتی مسابقې په هکله څه معلومات وړاندی کړو ، خو په پيل کې به يو ځل بيا هم له تاسو دوه پوښتنې وکړم : لومړی پوښتنه دا چې د سان شينګ دوی په نامه تاريخی ځای د څومره کلونو لپاره سمسور شوی و ؟ دوهمه دا چې په دغه ځای کې په پيدا شويو تاريخی اثارو کې کوم شي د هغې زمانې د هنر نښه ده چې قيمتی ډبرې يا برونزي توکي ؟

کله چې سان شينګ دوی د سان شينګ کلي په نامه ياد شو ، هيچا خيال نه کاوه چې يو بزګر په خپلو پټيو کې د کر پر وخت دا ستر کشف کړي چې د نړيوالو لخوا د حيرانتياوړ دی . له دغه نااټکل شوې کشفونې وروسته د شلګونو کيندنو او څيړنو له امله په ډاګه شوی چې له نن نه درې يا پنځه زره کاله دمخه دلته د شو ملک پلازمينه وه او د دوه زره کلونو ښکلي تمدن پکی رامنځته شوي و . له دغه کشف څخه څرګنديږي چې د سان شينګ دوی تمدن د چين د يانځه او ژيړ سيندونو په استازيتوب له چيني تمدن څخه شميرل کيږي . نو ويل کيږي چې د سان شينګ دوی په نامه تاريخی ځای د دوه زره کلونو لپاره سمسور شوی و .

د سان شينګ کلي د سی چوان ولايت له مرکز چن دو ښار څخه د يو ساعت مزل واټن لری او دغه کلي اوس د ستر کشف له امله په ټوله نړۍ کې نامتو شوی دی . لس کاله مخکې په يو پخوانی پټی کې د سان شينګ دوی په نامه يو موزيم جوړ شو ، د دغه

موزيم لارښوونکې ميرمن چيو شيو چينګ د معلوماتو له مخې چې د شمالی عرض البلد د ديرشو درجو په اوږدوکې د تمدن تاريخی ځای کشفول ستر اهميت لری ، هغې وويل

د شمالی عرض البلد د ديرشو درجو په اوږدو کې هم د جو مو لانګ ما غره ، د امريکا په لويه وچه کې د مايا تمدن او بورمودا پراته دي چې ګډه ځانګړتيا يی مرموز ډول دی . د سان شينګ دوی تاريخی ځای د چين په جنوب لويديځه سيمه کې يو داسی تاريخی ښار دی چې کيندل شوي تاريخي اثار يي ددې سيمې له ځايونو څخه زيات دی .

په سان شينګ دوی کې په کيندل شويو اثارو کې برونزي سامانونه او مجسمې د هغې لرغونی زمانې د هنر يوه نښه ده . ځينی برونزي مجسمی د أسيايانو له بڼی سره توپير لری چې سترګې يي لويې او پزه يي جګه ده . ميرمن چيو شيو چينګ په ځانګړی توګه په موزيم کې د يو نښه لرونکې تاريخي شي په توګه د يوه برونزي ماسک په هکله معلومات ورکړل چې دا د شو ملک د لومړی پاچا د بڼی له مخې جوړ شوی دی . هغې وويل

دغه برونزي ماسک په نړۍ کې تر ټولو لوی او ډير ارزښتناک دی چې ډيرې ځانګړتياوې لری په تيره بيا په ماسک باندي پنځه ارګانونه ډير ځانګړي دي چې سترګې يي د استوانې په شکل او وتلي دي او غوږونه يي لوی او تيز دي ، سيلانيان وايي ښايي چې دغه ډول سترګې د زرو کيلومترو ليرې ځای ليدلی او غوږونه هم له ليري ځاي څخه غږونه اوريدلی شي .

له فرانسی څخه د راغلي سيلاني هومبيرت دروز سترګې په موزيم کې يو بل شي

ورجلب کړې چې د تونګ تيان ونه نوميږي او هم له ميسو څخه جوړه شويده . هغه وويل

په دې موزيم کې ځينی تاريخی اثار څو کاله دمخه د نندارې لپاره فرانسې ته استول شوي دي ، که څه هم زه د چين د لرغونی تاريخ په هکله څه نا څه معلومات لرم ، خو د دغو تاريخی اثارو په ليدلو سره لا ډير حيران شوم . د تونګ تيان ونه د نړيوالو عجيبو تاريخي شيانو څخه شميرل کيږي ځکه چې په لرغونی زمانه کې ونه زمونږ د نيکه ګانو په اند د نړۍ نښه بلل کيده او لمر ، سپوږمۍ او ستوري پر ونه باندي ميوې وی .

ګرانو دوستانو ، نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد . په پای کې به د پروګرام د پيل دوه پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړم : لومړی پوښتنه دا چې د سان شينګ دوی په نامه تاريخی ځای د څومره کلونو لپاره سمسور شوی و ؟ دوهمه دا چې په دغه ځای کې په پيدا شويو تاريخی اثارو کې کوم شی د هغې زمانې د هنر نښه ده چې قيمتی ډبرې يا برونزي توکي ؟