<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-16 17:00:57    
په چين کې د اولمپيک د نړيوالې کميټې لومړنی استازې لي هون

cri

لي هون په چين کې د اولمپيک د نړيوالې کميټې د تلويزيوني او بازاري خدمتونو د محدود شرکت لومړنی استازې ده چې د دغه شرکت مقر د سويزرلنډ په لوسان ښار کې دی او د اولمپيک د نړيوالې کميټې د ټولو لګښتونو د راغونډولو او کارولو ونډه لری . که څه هم ددغه شرکت غړي په ټوله نړۍ کې يوازی له څلويښتو تنو څخه زيات دي ، خو د هر څلورو کلونو په موده کې د اولمپيک د پسرلنيو او ژمنيو سپورتي لوبو لپاره د اخيستل شويو څلور ميلياردو امريکايي ډالرو ګټه کنترولوي .

لي هون د چين د چينهوا پوهنتون د تعميراتو له څانګې څخه فارغه شوه او د امريکا د هارفورد پوهنتون د ماستري علمی درجه يي لاس ته راوړه . ورپسې په يوه شرکت کې د بازاري خدمتونو په چارو بوخته وه . د اولمپيک سپورت او بازاري خدمتونو په هکله ددې سم پوهاوی او نظر له امله د اولمپيک د نړيوالې کميټې لخوا وګمارل شوه .دې وويل په چين کې منل شوې ښوونه زما لپاره ډيره ګټوره ده ځکه چې د اولمپيک روحيه د چيني زده کوونکو د اخلاق ، پوهنې او ورزش د دريواړه پرمختګ په اړه له ښوونيزو افکارو سره برابره ده . معاصر اولمپيک د بدني او روحاتي همغږ پرمختګ ، مساوي سيالۍ ، متقابلې دوستۍ او يووالي له راپارولو سره سمون لری . د همدغې نظريې په درلودلو سره لي هون فرانسوي او جرمني حريفانو ته ماتې ورکړه او دغه دنده يي لاس ته راوړله چې له امله يي د اولمپيک د نړيوالې کميټې د يو سل او لس کلونو په تاريخ کې لومړی چينايی وګرځيدله چې د دغې کميټې په اداري سازمان کې دنده لری .

لي هوا د خپلو کوششونو له لارې دغه مهمه دنده تر لاسه کړه . دې د پنځه او يا شپږ کلنۍ په وخت کې هره ورځ سهار پنځه بجې راپاڅيده او درسي تمرينونه يي ترسره کول . د اوه کلنۍ په مهال يي هره ورځ ورزش کاوه او له انګريزې ژبې څخه يي زده کړه کوله ، حتی د انګريزي او چيني قاموس په هره پاڼه کې يادونې کولې چې ټولې پاڼې يي يو زر اته سوه اته څلويښت دي . د يادې شوې دندې د لاس ته راوړلو په باب لي هون وويل چې له سپورت سره مينې او د امريکا او اروپا په لويو شرکتونو کې د کار تجربې ، دغه راز له چيني کلتور سره ډيره اشنا د دغې دندې د لاس ته راوړلو لامل دی .

اوس لي هون په بيجينګ کې اوسيږي او موخه يي دا ده چې د بيجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د بازارونو لټونه او کارونه بايد له ټاکل شويو قاعدو سره سم ترسره شی په تيره بيا بايد د پوهنې د تمليکي حق پر ضد نه وی چې د اولمپيک سپورتي لوبې دايمي پرمختګ ومومی

د لي هوان بله دنده د اولمپيک د نړيوالې کميټې او د بيجينګ د تشکيلاتي کميټې ترمنځ د اړيکيو د ټينګتيا رول لوبول دي . دې څو بيلګې راوړې او و يي ويل چې څو کلونه دمخه مو د سويدن په يو رستورانت کې وليدل چې يوازې تور او سپين نانونه ايښودل شويدي، نو ځينو ملګرو ويلي چې د بيجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو په موده کې به ډول ډول نانونه چمتو شي . خو د بهرنيانو په اند يوازی سپين نان کافی دی او نور ډول ډول نانونه ضرورت نه شته . بهرنيان يخ اوبه څښي ، نو د لوبو په موده کې بايد کنګلونه چمتو شي ، خو چينايان چاي څښي او يخې اوبه نه څښي . د چينايانو عادت دا دی چې د ستيوديو او جمنازيوم د لارښود نښې د څلورو طرفونو له مخې ليکل کيږي ، خو لويديځان د شميرنې له مخې ځکه چې دوي په يو نااشنا ښار کې څلور خواوې نه شی پيژندلی . دغه تفصيلات ډير مهم دي