ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د چين د بيلابيلو برخو په اړه ځينی نوی معلومات وړاندی کړم !
لومړی ، د ٢٧٨ ډوله درملونو بيې ټيټې شوي دي
د چين د ملی پرمختګ او اصلاحاتو کميټې څوورځې دمخه اعلان وکړ چې د ٢٧٨ ډوله چينی دوديزو درملونو بيې يې تنظيم کړي چې له مخی به يی په منځنی توګه د دغو درملونو بيې په سلو کی ١٥ کمې شی او له دغې جملې څخه به د يو ډول درمل بيه په سلو کی ٨١ کمه شی . په ٢٠٠٦ کال کی په بازار کې د پلور اندازې له مخی د کمو شويو بيو ارزښت پنځه ملياردو يونو ته ورسيد . دغه تګلاره به د مارچ په ١٥ نيټه پلی شی .
دوهم ، روان کال په بيجينګ کی د هر سړی پر سر د عمومی کورنی توليد ارزښت له ٦٠٠٠ امريکايی ډالرو څخه واوړي .
څوورځې دمخه د بيجينګ د شميرنې ادارې او د ملی شميرنې ادارې د بيجينګ د پلټنې ډلې په ګډه سره يو راپور خپور کړ . په راپور کی ويل شوی چې تير کال د بيجينګ سيمه ايز عمومی توليدی ارزښت ٧٧٢ مليارده او ٣٠ مليونه يوانو ته رسيدلی چې د تير کال په پرتله په سلو کی ١٢ زيات شوی دی . دغه راز دغه ارزښت د بيجينګ د هر دايمی اوسيدونکی په سر څه ناڅه ٦٢١٠ امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې د ٢٠٠٥ کال په پرتله په سلو کی اته اعشاريه اته زيات شوی دی . د بيجينګ يو اړوند چارواکی وويل چې د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری د بيجينګ د دايمی اوسيدونکو شمير ١٥ مليونه ٨١٠ زره تنو ته رسيدلی چې د ٢٠٠٥ کال په پرتله ٤٣٠ زره تنه زيات شوی دی .
دريم ، د امريکايی ډالرو په مقابل د ژن مين بی يوانو تبادلوی انډول زيات شوی دی
د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د چين د بهرنيو اسعارو د تبادلوی مرکز د نوی شميرنې سره سم ، د فبروری په لومړی نيټه د امريکايی ډالره په مقابل د ژن مين بی
يوانو تبادلوی انډول په منځنی توګه له ٧اعشاريه ٧ څخه اوښتی دی نو يو امريکايی ډالر له اوه اعشاريه اوه زره شپږسوه پنځلس ژن مين بی يوانه سره برابر دی چې د چين د ژن مين بی يوانه د تبادلوی انډول داړوندې تګلارې له اصلاحاتو وروسته لومړی ځل له ٧ اعشاريه ٧ څخه زيات شوی دی .
له دی نه څرګنديږی چې د ٢٠٠٥ کال د جولای په ٢١ نيټه د چين د ژن مين بی يوانه د تبادلوی انډول ميکانيزم له اصلاحاتو وروسته د ژن مين بی يوانو ارزښت په سلو کی ٤ اعشاريه پنځه زيات شوی دی .
څلورم ، د چين د ګوانګ شی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې په ګوی لين ښار کی د پنداګانو په اړه د علمی معلوماتو د خپرولو د يو مرکز جوړول پيل شوی دی . د روان کال په اپريل کی به د دغه مرکز له بشپړولو وروسته کورنی او بهرنی سيلانيان په دغه مرکز کی د چين ملی زېرمې لويه پندا کتلی شی .
د خبر له مخی ، دغه مرکز څه ناڅه ٢٠٠٠ مربع کيلومتره مساحت لری او د ودانيو مساحت يی ٥٠٥ مربع کيلومتره دی . په دغه مرکز کی د پنداګانو کلب ، د پنداګانو د مړيو نندارتون ، د پنداګانو د تفريح کوټې او د پنداګانو په شکل د جوړ شويو توکيو دکان شته .
چينی او بهرني سيلانيان د پنداګانو د تفريح په کوټو کی له نژدی څخه د پنداګانو د خوڅښت او ژوند بڼې کتلی شی . برسيره پردی ، دغه مرکز د کامرې له لارې له انترنټ
سره اړيکی لری نو د لويو پنداګانو مينه والان په هروخت کی د انترنټ له لارې د دغو حيواناتو ژوند کتلی شی .