د تبت د اقتصاد د پرمختګ له امله زيات مليونران رامنځته شوي دي او دولا هم يو بزګر دی چی د دوی له ډلې څخه دی .دولا چی نژدی ٤٠ کلن دی پخوا يو بزګر و ، اوس د کرهڼيزو او ساختماني ماشينونو او موټرونو په پلورنی او د لويو او کوچنيو پروژو په جوړولو بوخت دی .د ده اوسنی پانګه له ١٢٠ مليونو يوانو څخه اوښتی ده .
د خپلو چارو د يادونې په ترڅ کې ښاغلی دولا وويل چی په لومړيو ورځو کی له زياتو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ و .او د دغو ستونزو د له منځه وړلو له امله يی چارې پياوړی شويدی .
ښاغلی دولا د تبت د ژو کا ځه د چو می په علاقه داری کی زيږيدلی دی .له دی امله چی د ټاټوبی د ژوند شرايط يی سخت و نو دولا په لس کلنۍ دولا له خپل ورور سره د سوداګرۍ لپاره بهر ته ولاړ.په ١٩٨٤ کال کې ښاغلی دولا د ودانۍ جوړولو له لاری ګټې تر لاسه کړې او و يی غوښتل چی د مالونو د ليږدولو لپاره يو موټر واخلي .په هغه وخت کی په دغه سيمه کې موټرونه ډير لږ و ،خو د دغې سيمې حکومت د دولا د افکارو له معلومولو وروسته د جی فانګ په نامه يوازنی موټر پر هغه وپلوره .
له هغه وخت وروسته دولا په ١٦ کلنۍ د دغه موټر په کارولو سره له تبت څخه د چينګ های ولايت ته مالونه ليږدول او دغه کار يی ٢٠ کلونه ته دوام درلود .
ښاغلی دولا تل خپلو نژدی ٣٠٠ کارکوونکيو ته خپله کيسه کوي .نوموړی خبريال ته وويل چی په تبت کې د حکومت امتيازی تګلارې ده ته فرصت برابر کړې دی .يوه خوا د خپلو کوششونو په اتکا سوداګری کوي .بله خوا په تبت کی د مالدرانو او بزګرانو د ژوند د ښه والی له مخی ځان ته د سوداګرۍ فرصت ور کوي .
اوس ښاغلی دولا په خپله ټاټوبی کی د کليوالو وګړيو د بيوزليتوب د له منځه وړلو لپاره کوشش کوي .هغه وويل پلان لري چی خپله تصدۍ پراخه کړي چی له دی امله لازيات بی وزلی وګړي د ده په تصدۍ کې استخدام شی .
د ښاغلی دولا کليوال وګړی چون پی چی ژون هم يو مليونر دی .د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پيل کی دچين مرکزی کميټې د تبت په اړه يوه غونډه تر سره کړه او د مالدارۍ او کرنې په چارو کی يی له تبتيانو څخه اړوند ماليات وبخښل چې له امله يی د مالدرانو او بزګرانو عايدات زيات شوی او لازياتې ودانۍ جوړې شوي دي .ښاغلی چون پی چی ژون د دغه فرصت په کارولو سره يو ساختمانی شرکت جوړ کړ .
د چين د حکومت د ورخلاصون د تګلارې د پلی کولو او د تبت په خپلواکه سيمه کی د بيلا بيلو امتيازی تګلارو د غوره کولو له امله لازيات تبتی بزګران مليونران شوي دي .
د تبت د خپلواکې سيمې د سوداګرۍ او صنايعو د ادارې د شميرنې له مخې په ٢٠٠٦ کال کې د تبت له نا دولتی اقتصاد څخه ٩٧٥ مليونه يوانه ماليات تر لاسه شوي دي چی شمير يی د دغې سيمې د عمومی اقتصادی مالياتو په سلو کی ٥٧ برخه نيولی ده .د دغې سيمې مشر شانګ با پينګ چو وويل روان کال به تبت د نا دولتی اقتصاد د پرمختګ لپاره لازيات کوشش وکړي .