د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د ليتوانيا د دفاع وزير جوزاس اوليکس د مارچ په شپاړسمه نېټه د دی خبر پخلی وکړ چی دغه هېواد به د افغانستان جنوب ته پنځوس يا شپېته کسيزه ځانګړی پوځ وليږی.
اوليکس وويل دغه پوځ به د روان کال په دوهمه نيمه کی د افغانستان جنوب ته وليږل شی او هلته به د بريتانيی له ځواکونو سره ګډ پوځی عمليات وکړي.
اوس د ليتونيا يو سل او شل سرتيری د افغانستان په شمال د غور په ولايت کی ميشت دی او د دغه ولايت په بيا رغونه کی ګډون کوی.