
د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی: دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوانی سندرغاړی يو هونګ فی له خوا ويل شوی بهرنی سندری وړاندی کړو٠
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د يو هونګ فی له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده چی نوم يی دی هابانيرا٠ دغه سندره د فرانسی د مشهور سندره جوړونکی جيورګيس بيزيت له خوا له جوړ شوی اوپيرا کارمن سره سم ليکل شوی ده٠ يو هونګ فی د خپل ځانګړی غږ له لاری له أزادی سره د يوی جيپسی نجلۍ کارمن د مينی احساسات څرګندوی٠
يو هونګ فی د چين د شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ په ولايت کی زيږيدلی او د ماشومتوب په موده کی يی د سندرو له ويلو سره ډېره مينه درلوده ٠دې په ١٩٩٢ کال کی د چين د موسيقی په پوهنتون کی د اوپرا ويلو زده کړه وکړه او له فراغت وروسته د اوپيرا په مرکزی ډله کی ومنل شوه دی .د څو کلونو کوښښونو او راغونډو شويو تجربو له برکته ځانګړی هنری سبک جوړ کړ چی له امله يی د ټولو کلاسيکو اوپراګانو د ننداری توان ترلاسه کړ٠
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د ٢٠٠٦ کال په پای کی د يو هونګ فی په خپل ځانګړی کنسرټ کی يوه خوندوره اوپرا واوريده چی نوم يی دی له تا سره نژدی يم٠
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د يو هونګ فی په ځانګړی کنسرټ کی يوه بله مشهوره او خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی زما لمر٠
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!