<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-18 18:22:55    
د روسي کارکوونکو ځانګړي اخترونه

cri

په روسيه کې ډول ډول اخترونه او ځانګړي ورځې ټاکل شوي او له دوديزو اخترونو څخه پرته د هر مسلک کارکوونکي ځانګړې ورځ لمانځي چې د دغواخترونو او د يادونې ورځو شمير يي شلګونو ته رسيږي . مثلا د څارنوالو ، د پوهنتون زده کوونکو او جيولوژيستانو اخترونه او د چاپونې ، ساينس ، فضايي سفر ، راډيو ، موزيم ، اوروژنې او د بيکارانو حقونو د ساتنې لپاره ټاکل شوي ورځې او داسی نورې .

د يادونې وړ خبره دا ده چې په روسيه کې د هر ډول پوځي ځواک لپاره يعنې د هوايي ، سمندری ، پاراشوتي ، سرحدي مهندسي او ضدهوايي ځواکونو ، دغه راز د ټانک چلوونکو او راکټ ويشتونکو سرتيريو لپاره ځانګړی اخترونه هم ټاکل شوي دي چې دغه اخترونه او يا ورځې رسمی دي ، نه د عامو وګړيو لپاره او په جنتری کې معلوم نه دي . د مسلکي ورځو د لمانځنې موخه د بيلا بيلو مسلکونو د کارکوونکو د افتخار پياوړتيا ده .

د وطن ساتونکو ورځ چې د فبرورۍ له درويشتمې نيټې سره برابره ده ، پخوا پوځي اختر و چې د پخواني شوروي اتحاد د سره اردو د زيږيدنې لپاره وټاکل شو او په نولس سوه او پنځه نويم کال کې د روسيې د دولتي دوما لخوا اوسنی نوم ونومول شو . روسيه يو لوي او غښتلی پوځي هيواد دی او په دې ورځ عمومأ پوځي رسم ګذاشت او د لمانځنې نور فعاليتونه ترسره کيږي او ولسمشر په پلازمينه مسکو کې د بی نومو شهيدانو مقبرې ته د ګلانو ګيډی کيږدي او هغو نامتو او وتلي کسانو ته جايزې او نشانونه ورکوي چې د خپل هيواد د پوځي چارو د أبادۍ لپاره يي ستر

خدمتونه ترسره کړی وی . دغه راز په تياترونو کې د پوځي موضوعاتو په نامه هنرې نندارې ښودل کيږي . خو په وروستيو کلونو کې د سوداګريزو چارو او اعلانونو د پرمختګ له امله دغه اختر په نارينه اختر بدل شو او په اعلان کې اوريدل کيږی چې نارينه د ښځې په شان له تازه ګلانو او خوندورو شرابو څخه برخمن دي .

په روسيه کې د فضاني سفر اختر چې د اپريل له دوولسمې نيټې سره مصادف دی او په نولس سوه دوه شپيتم کال کې يعنی فضا ته د انسان د لومړنی سفر د برياليتوب له امله وټاکل شو . هر کال په روسيه کې ددغه اختر د لمانځنې درانده مراسم ترسره کيږي او د لومړني فضاپي پيلوت کاکالين په ټاټوبی کی وګړي د کاکالين مجسمې ته ګلان ايږدي او دده په نامه نومول شوی لاره ولسي غونډه ترسره کيږي . په همدې ورځ د فضاپي سفر په اړه موزيمونه د وګړيو او په تيره بيا د ماشومانو لپاره پرانيزي . دغه اختر د علمي معلوماتو د ترويج اختر هم دی .

په روسيه کې د منشيانو اختر هم شته چې هر کال د سپتمبر له دريمې جمعې سره برابر دی . څرنګه چې په روسيه کې له يو مليون څخه زيات منشيان په بيلا بيلو چارو لګيا دي نو ددغه اختر ټاکل ددوی د موجوديت او ارزښت څرګندوی دی . که څه هم دغه اختر ټاکل شوی ، خو د لمانځنې ځله ډير کم وو ځکه چې څښتنان او مشران يي په کار بوخت دي ، منشيان څنګه خپل اختر لمانځي؟ .

د اګست مياشتې وروستی يکشنبه د روسيې د معدني کارګرانو اختر او د همدی مياشتې دوهمه سی شنبه د ساختماني کارکوونکو اختر دی او په دې ورځ په ځينو ښارونو کې د ساختماني چارو په هکله نندارتونونه ښودل کيږي او وګړيو ته نوي ساختماني مواد ، لويې ودانۍ او پرمختللی ساختماني لارې چارې معرفي کيږي.