د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مارچ په اولسمه نېټه د المان په لويديځ دوسيلدورف ښار ته ورسيد او په دغه هېواد کې يی په خپل دری ورځنی سفر پيل وکړ.
ولسمشر حامد کرزي په همدې ورځ د المان د نوردرهين ويستفارلن ايالت له مشر رويتګيرس سره د کتنې پر وخت دغه خبره تکرار کړه چې په افغانستان کې د المان پوځ سوله ساتی عمليات د سيمه ايزو حالاتو د ثبات لپاره ډير زيات اهميت لری. ښاغلي رويتګيرس اعلان وکړ چې د ده ايالت به د افغانستان له حکومت سره د ښوونې او روزنې په هکله همکاری پياوړی کړي او په دې اړه به افغانستان ته مرسته برابره کړي.