<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-18 19:56:35    
د مين پاکولو په برخه کې د م م يو کارکوونکی په افغانستان کې د وسله والو کسانو له بريد سره مخامخ شو.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م يو چارواکي د مارچ په اتلسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د مين پاکولو په برخه کې د م م يو کارکوونکی په اوه لسمه نېټه د افغانستان په کاپيسا ولايت کې د وسله والو کسانو د بريد له امله ټپی شو.

په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي وياند خبريال ته وويل چې يو شمېر وسله والو کسانو د روانې مياشتې په اوه لسمه نېټه په کاپيسا ولايت کې د افغانستان د حکومتی پوځ پر يو شمېر سرتيريو او په دغه هېواد کې د نړيوال ګډ پوځ پر يو کاروان بريد وکړ چې له دې امله د مين پاکولو په برخه کې د م م يو افغان کارکوونکی له پېښېدو ځای څخه د تېريد پر وخت بده مرغه ټپی شو.

د فراه ولايت د پوليسو وياند د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د طالبانو وسله والو کسانو د اوه لسمې نېټې په شپه د نوموړي ولايت د پوليسو د تالاشی پر يو مرکز بريد وکړ او له دې امله دوه پوليسان ووژل شول.