<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-19 18:38:18    
د چين بی وزليو بزګرانو په کليوالو سيمو کې د بنسټيز ژوند د ضمانت له نظام څخه ګټه اخيستې ده

cri

ګرانو اوريدونکيو ،په وروستيو کلونو کی د چين حکومت د ځينو ولايتونو په کليوالو سيمو کی د بنسټيز ژوند د ضمانت د نظام په جوړولو پيل کړی چې د معيوبينو او زړو کسانو په شمول ډيرو بی وزليو وګړو تری ګټه اخيستې ده .د روان کال له پيل څخه د چين حکومت د هېواد په بيلا بيلو ځايونو کی دغه نظام پلی کړی دی .د چين د سوداګرۍ او اقتصاد په نننی پروګرام کی به تاسو ته د دغه نظام په باب معلومات وړاندی کړو .

د لياو نينګ ولايت د بن شی ښار د شياباو کلی ٤٨ کلنه ښځه وانګ ديان اينګ له دغه نظام څخه يوه ګټه اخيستونکې ده .هغې وويل پخوا زمونږ ژوند ډير سخت و او حتی د مالګې او سرکې اخيستلو توان مو هم نه درلود .د دغه نظام د پلی کولو له امله زما ميړه له ناروغی څخه اوس لږ لږ جوړ شوی دی .

د معلوماتو له مخی د بن شی ښار د بن شی په ولسوالی کی د ميرمن وانګ ديان اينګ په شان دری زره تنه د دغه نظام له پلی کولو څخه ګټه اخيستې ده .د چين د لياو نينګ ولايت د حکومت له خوا د کليوالو سيمو د بنسټيز ژوند د ضمانت د نظام د پلی کولو يوه ازمويښتی سيمه ده .په ٢٠٠٤ کال کی دغه ولايت د بزګرانو د ژوند د حالت پلټنه وکړه او د بزګرانو د بي وزليتوب د له منځه وړلو لپاره يی دغه نظام جوړ کړ .د تير کال د جون تر پايه پوری په دغه ولايت کی د بی وزليو کسانو شمير دری لکه او اتيا زره تنو ته رسيدلی چی د بزګرانو دعمومی شمير په سلو کی ٣ برخه يې نيولې ده .

د چين د ختيځ منځنی سيمې جيانګ شی ولايت د لياو نينګ ولايت په شان د دغه نظام د پلی کولو يوه ازمويښتی سيمه ده .د دغه ولايت د نان کانګ ښار لومړی دغه نظام غوره کړی دی .٣٥ کلن هه دونګ هوا د دغه ښار د هوا شان کلی کليوال وګړی دی .پخوا په ناروغيو د اخته کيدو له امله معيوب شوی و نو ژوند يی سخت و .هغه خبريال ته وويل چی که څه هم له دغه نظام څخه تر لاسه شوې پيسی لږ دي خو له دی څخه د بی وزليو بزګرانو د حالت په هکله د حکومت پاملرنه څرګنده شوې ده او د دغو پيسو د ګټلو له امله يی پرژوند باندی باور ټينګ شوی دی .

چين د تيرې پيړې په نهمه لسيزه کې د دغه نظام په څيړنه لاس پوری کړی او د ١٩٩٦ کال له پايه څخه يی په ازموينه پيل کړی دی .تر اوسه پوری د چين په ٢٥ ولايتونو کی دغه نظام په بنسټيزه توګه جوړ شوی چې له امله يی ١٥ مليونه بزګرانو تری ګټه تر لاسه کړې ده .

د چين صدراعظم ون جيا باو د روان کال د هېواد ملی ولسی کانګرس په نوبتی غونډه کی د حکومتی راپور د اورولو په ترڅ کې دی ته اشاره وکړه چې روان کال به د چين په کليوالو سيمو کی په هر اړخيزه توګه دغه نظام پلی شی .

سږ کال به د هېواد په بيلا بيلو کليوالو سيمو کی د بنسټيز ژوند د ضمانت نظام جوړ شی چې دا د کرنې ،بزګرانو او کليوالو سيمو په اړه د کارونو د پياوړتيا او د يوې هوسا ټولنې د أبادۍ لپاره يو مهم تدبير دی .

خو د چين په کليوالو سيمو کی د بی وزليو کسانو شمير لسګونه مليونو ته رسيدلی دی او د دغه نظام پلی کول له زياتو ستونزو سره مخامخ دی .د چين د ملکی چارو وزير لی شيو جو زمونږ له خبريال سره دمرکی په ترڅ کې وويل چی لومړی د چين مرکزی او سيمه ايز حکومتونه بايد د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره لازياتې پيسې ولګوي

دوهم بايد په ځينو کليوالو سيمو کی دغه نظا م بشپړ شی او د هېواد په چوکاټ کی د دغه نظام د لارښوونی لپاره يو سند جوړ شی .

په کليوالو سيمو کی د بنسټيز ژوند د ضمانت نظام د چين د حکومت له خوا د بزګرانو د ګټو او د کليوالو سيمو د ثبات ساتنې لپاره يوه مهمه تګلاره ده او له دغه نظام څخه د چين د ټولنيز ضمانت د سيستم نوی ګام څرګنديږي .ده باور څرګند کړ چی د دغه نظام د پر له پسی بشپړتيا له امله به د چين د خلکو ژوند ښه شی .

ګرانو اوريدونکيو ،زمونږ نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد خوشحاله اوسی .