<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-19 19:13:30    
کاشغرد وريښمو د لرغونی لارې د بيا راژوندی کيدو راتلونکی دی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! شينجيانګ ته د کتنې په نننی پروګرام کی به تاسی د کاشغر په هکله واورۍ چې د وريښمو د لرغونې لارې د بيا راژوندی کيدو راتلونکی دی٠

که څه هم د وريښمو لرغونی لاره څو سوه کلونه مخکی له منځه تللې ده٠ خو تر اوسه پوری د دغې لارې مهم تم ځای کاشغر لا هم د منځنی أسيا يو مشهور ښار دی٠ نن سبا د وريښمو د لرغونی لارې په اوږدو کی د پرتو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او کلتوری تګ راتګ د پياوړی کولو لپاره چين او نور څه دپاسه لس هېوادونه دې ته چمتو دی چې په ګډه د ملګرو ملتونو د يونسکو سازمان ته په نړيوالو کلتوری ميراثو کی د دغې لارې د شاملولو په هکله يو غوښتنليک وړاندی کړی٠ نو له دی امله کاشغر طبعأ يو ځل بيا د نړيوالو د پاملرنی وړ ښار ګرځيدلی دی٠

په وروستيو کلونو کی د چين د شيجيانګ په کاشغر کی د سيلانۍ چارو ډير چټک پرمختګ کړی چې د ستوري په کچه د هوټلونو شمير يې د روانې پيړۍ په پيل کی يوازی دری و، خو اوس له ديرشو څخه اوښتی دی، د سيلانی اداری سازمانونه له دريو څخه څلويښتو ته زيات شوی او کاشغر ته راغلی سيلانيان له څلور لکو تنو څخه څه دپاسه يو مليون او نهه لکو ته زيات شوي دي٠ نو له دې امله د دغه ښار ټولې خدمتی چارې هم د وړاندی تګ په حال کی دي٠

اوس د وريښمو د لرغونی لارې د بيا ژوندی کيدو له امله د منځنی او جنوبی

أسيا هېوادونه يو ځل بيا د چين د بېلا بېلو ځايونو له پراخو بازارونو سره نښلول شوي ، د منځنی او جنوبی أسيا سيلانيان په پر له پسی توګه کاشغر ته راځی او د چين سيلانيان هم د کاشغر له لاری بېلا بېلو شاوخوا هېوادونو ته ځی، نو د کاشغر او پاکستان او د کاشغر او قرغزستان ترمنځ هر منظم بس له سيلانيانو څخه ډک وی٠ د سيلانی چارو د پرمختګ له امله زياتو چينائيانو په نورو هېوادونو کی د خپلو چارو د پرمختګ فرصتونه موندلي او زيات بهرنی او چينی سيلانيان د سوداګرۍ لپاره په کاشغر کی راپاتی شوي دي٠

د پاکستان څه دپاسه ديرش سوداګران د کاشغر د عيدګار لوی بازار د لاسی مصنوعاتو په واټ کی د پاکستان ځانګړيتوب لرونکی ګلدوزی، يشمی او ميسی شيان او نور مصنوعات پلوری او د دغو شيانواخيستونکی هغه څوک دي چې د چين له نورو ځايونو، کوريا جمهوريت، امريکا او أروپا څخه راغلی دی٠ د چين او نورو هېوادونو د سوداګرانو او سيلانيانو د راغونډيدو په نتيجه کی د کاشغر لرغونی ښار سمسور شوی دی٠

د وريښمود لرغونې لارې د بيا ژوندی کيدو له امله نه يوازی کاشغر د سيلانيانو د تګ راتګ او د مالونو د وړلو راوړلو يو مرکز ګرځيدلی ، بلکه په دغه ښار کی د نړيوالو توريستی چارو د پرمختګ لپاره هم ښه بنسټ ايښودل شوی دی٠ د وريښمو د راژوندی شوی لارې د نوی ليکې په اوږدو کی پراته هېوادونه پاکستان او هند هم هيله لری چې د کاشغر له لاری د چين سيلانيان جلب کړی او د خپلو هېوادونو سيلانيان چين ته واستوی٠

د وريښمو د لرغونی لارې په هکله د څيړنې او په تيره بيا د لرغون پيژندونکو کشفونې د ژوريدو تر څنګ نړيوال ورځ په ورځ په دغه لاره کی له پراته مشهور ښار کاشغر سره ډيره علاقه موندلې ده٠ د نوی لرغون پيژندنې له لارې دا کشف شوې چې د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ د وريښمينو ټوکرانو معاملات له ميلاد مخکی څلورمه پيړۍ او حتی لا مخکنی وخت کی پيل شوي دي٠ تاريخی سندونو او د لرغون پيژندونکو کشفونې د دې خبرې پخلی کړی چې له ميلاد مخکی دوهمه پيړۍ کی د روم امپراطورۍ په پلازمېنه روم کی د چين وريښمين ټوکران ليدل شوي وو ٠ نو څيړ ونکی عمومأ روم د وريښمو د لرغونی لارې د وروستنی ځای يا پای او د چين د هان او تانګ سلسلو پلازمېنې چانګ ان او لوه يانګ د هغې مبدأ يا پيل په توګه بولی او د دوی په أند کاشغر په دغه لرغونی لاره کی يو ستر تم ځای و٠ نو ځکه ويل کيږی چې په لرغونې زمانه کی کاشغر د وريښمو پر لاره د لوازمو د برابرولو يو مهم ځای و او د لارويو سوداګرانو ژوند يې تامين کړی و چې نن سبا د دغې لرغونی لارې د بيا راژوندی کيدو د راتلونکی په توګه ګڼل کيږی٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د کاشغر په اړه يو مطلب واوريد چې د وريښمو د لرغونې لارې د بيا راژوندی کيدو راتلونکی دی ٠